نن ماښام د کابل غرب لور ته يوې زورورې چاودنې هغه کاسټر موټر والوزاوه، چې په موبي پورې تړلي د رسنيو کار کوونکي په کې سپاره وه. دغه چاودنه کې چې د يوه ځانمرگي بريد له امله رامنځته شوه، اووه تنه ووژل شول او پنځه ويشت نور ټپيان شول.
د کورنيو چارو د وزارت وياند صديق صديقي رسنيو ته ويلی، بريدگر پر موټرسايکل سپور و او د موبي اړوند د رسنيو کارکوونکو کاسټر موټر يې والوزاوه.
موبي افغانستان کې څو رسنۍ او په هغې پورې تړلې ادارې لري، دغه رسنۍ طلوع، طلوع نيوز، لمر ټلويزونونه او ارمان راډيو دي. يوې سرچينې پژواک خبري اژانس ته ويلي، په نني بريد کې په نښه شويو کارکوونکو يوازې طلوع تلويزيون ته پروگرامونه برابرول. طالبانو پخوا د طلوع او يک تلويزيون کارکوونکو ته گواښ کړی و، چې پس له دې يې نظامي اهداف دي او هر چېرې يې چې لاس بر شي، تر بريد لاندې به يې وي. هغوی همدا راز له شنونکو او عامو خلکو غوښتنه کړې وه، چې له دوی سره دي له هر ډول ناستې ولاړې لرې واوسي.
کاسټر کې د چاودنې پر مهال ټوله سپرلۍ همدا دوه دېرش تنه وه.
د پېښې پړه تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخيستې.
د ملي يووالي حکومت ولسمشر او اجراييه رييس دغه بريد په سختو ټکو غندلی او دا يې يو ترورستي عمل بللی دی. اجراييه رييس له امنيتي ځواکونو غوښتي، چې په هوښيارۍ د رسنيو د کارکوونکو او خبريالانو امنيت ټينگ کړي او د پېښې په اړه جدي پلټنې وکړي.