خبرونهسلايډ

په سوریه کې د ۲۴ ساعتو لپاره اوربند اعلان شو

نن سهار د سوریې پوځ په خپل یو اعلامیه کې د اوربند اعلان وکړ، پرته د حلب ښاره د ۲۴ ساعتونو لپاره د سوريې په نورو ښارونو کې اورنبد پیل شو خو د لاذقیه او د دمشق او دمشق ته څېرمه سېمو کې به درې ورځو پورې اوربند وي. د تېرې اونۍ راهیسې د حلب په ښار کې سخته جګړه روانه ده چې تر اوسه په کې ۲۰۰ کسان وژل شوي او ډېر شمېر په کې ټپیان دي. تېره ورځ د حکومت ځواکونو په لمونځ کونکو بمبار وکړ چې په کې ۱۰ کسان ووژل شول او په یو روغتون یې بمبار وکړ چې په کې پنځلسو تنه ووژل شول، وژل شوي کسان د روغتون ډاکټران ول.
تر اوسه د اوربند لامل څرګند نه دی، خو امریکا ویلي چې په سوریه کې د جګړې د دریدو په تړاو له روسیې سره خبرې رونې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button