سلايډسيمه او نړۍ

عراق: چاودنو له سلو ډېرو وگړو ته مرگ ژوبله اړولې

د پلازمېنې بغداد شمال لور ته صلاح الدين ايالت کې د شيعه گانو پر يوه مرکز د چاودنو په لړۍ کې له سلو ډېرو وگړو ته مرگ ژوبله اوښتې ده. عراق کې دا تازه چاودنې د بغداد له هغو چاودنو لږې ورځې وروسته وشوې، چې نږدې درې سوه تنه په کې ووژل شول.

عراق کې د گډو ځواکونو په يوه خبرپاڼه کې ويل شوي، چې داعش ډلې د «سيد محمد» په نامه د شيعه گانو يو مرکز د هاوان په مرميو په نښه کړ او وروسته يې درې ځانمرگي بريدگر ورولېږل، چې دوو يې خپل چاودېدونکي توکي وچول او يو د امنيتي ځواکونو له لوري له منځه يووړل شو.

عيني شاهدان وايي، له چاودنو وروسته وسله والو کسانو مخامخ جگړه هم وکړه. سيمه اوسمهال د عراقي ځواکونو له لوري کلابند ده او د خلکو پر تگ راتگ بنديز لگېدلی دی.

صلاح الدين کې دا بريدونه په داسې حال کې کېږي، چې د عراقي ځواکونو په وينا د داعش وروستي جنگيالي يې هم له سيمې ويستلي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button