روغتيا
خرما يوه نړۍ روغتيا
خرما ډيري ګټې لري او قوي خواړه دي. د خوړو د چارو پوهان په دې نظر دي چې خرما ګڼ B12 او C ویټامینونه لري. دغه ویټامینونه په خپل ځان کې کلسیم او فسفر لري، دا دوه عنصره د انسان د وجود عضلې غښتلې کوي. که چېرې خرما له شېدو سره ګډه شي، نو قوي خواړه ترې جوړېږي.
پوهاند بسکي چې د خوړو د چارو کار پوه دی وایي: «خرما حاملو مېرمنو ته خورا ډېره ګټه لري او انسان د خېټې له سرطان څخه ژغوري. لوږو انسانانو ته د مړښت احساس ورکوي. د همدې لپاره پوهاند د دې خوړو د خوړلو وړاندیز کوي».
بسکي همدا راز زیاته کړې: «له خرما څخه دوامداره استفاده پاتولوژیک ارګانیزمونه تر خپل تاثیر لاندې راوړي او تر څنګ یې له ګټورو باکتریاوو سره مرسته کوي. تازه خرما زړه قوي کوي. هغه کسان چې د زړه ناروغي لري، د هغو لپاره ډېر ګټور دي. د دې تر څنګ خرما د انسان ذهن اراموي او دغه راز ډېره وسپنه لري. هغه خلک چې د وینې له کمښت سره مخ دي، له هغو سره ډېره مرسته کولای شي. د شکر ناروغان له خرما څخه د طبیعي قند په توګه هم ګټه پورته کولای شي».