د ننگرهار حصارک ولسوالۍ د وسله والو طالبانو له لوري له سقوط سره مخ ده. يوې باوري امنيتي سرچينې د نوم نه ښودو په شرط رسنيو ته ويلي، چې وسله والو طالبانو د ملي او سيمهييزو پوليسو څلور پوستې تېره شپه او دوه نورې يې وړمه شپه په بشپړ ډول نيولې دي او اوسمهال د ولسوالۍ مرکز ته څېرمه جگړه روانه ده.
دغه چارواکي زياته کړې ده، چې ځايي پوليس شکايت کوي، چې د ملي اردو سرتېري د طالبانو د بريدونو مقابل کې د دوی مرسته نه کوي او ډېر ژر به ولسوالۍ د طالبانو له لوري ونيول شي.
چارواکي تر دې دمه د حصارک دغو نښتو کې د دوه پوليسو وژل کېدل او نهو نورو ټپي کېدا تاييدوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ننگرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي تېره ورځ وويل، چې امنيتي ځواکونو حصارک کې دېرش تنه وسله وال طالبان وژلي دي او شل نور ټپيان دي.