افغانستانخبرونهسلايډسيمه او نړۍ

سرتاج عزیز: د افغانستان جګړه پر خپله خاوره نه شو کولی

په بهرنیو چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار، سرتاج عزیز د یکشنبې پر ورځ ویلي چې متحده ایالات له پاکستان څخه غواړي چې د افغان طالبانو پر ضد جګړه وکړي؛ «خو پاکستان د افغانستان جګړه پر خپله خاوره نه شي کولی».

سرتاج عزیز چې د پاکستان له ملي ټلویزیون سره خبرې کولې وویل، چې امریکايي چارواکي په غلطۍ سره فکر کوي چې پاکستان له طالبانو یا حقاني شبکې ملاتړ کوي؛ خو دی وايي، په حقیقت کې پاکستان د «ضرب عضب» په عملیاتو کې د دغو ډلې مرکزونه له منځه یوړل.

دغه پاکستاني سیاستوال په افغانستان کې د جنګېدونکو په اړه وویل: «ډېری هغه ډلې چې په افغانستان کې جنګېږي، د دغه هېواد له دننه جګړه کوي؛ خو دا انګېرنه لا هم شته چې پاکستان باید د دوی پر ضد اقدام وکړي».

د څلور هېوادیزو ناستو د لړۍ په اړه سرتاج عزیز وايي چې پاکستان وتوانېد چې د سولې بهیر په تړاو د همغږۍ څلور اړخیزه ډله رامنځ ته کړي.

عزیز د افغان سولې بهیر په تړاو وايي: «زموږ لیدټکی دا دی چې ناټو او ایساف پنځلس کاله وجنګېدل خو افغانستان کې يې سوله رانه وړه، اوس خبرې اترې یوازنی انتخاب پاتې کېږي، که طالبان ان ونه توانېږي چې افغانستان ونیسي، کولی شي د کلونو لپاره جګړه وکړي».

سرتاج عزیز وویل، چې دوی به یوازې دومره وکولی شي چې طالبانو وهڅوي چې د سولې بهیر خبرو کې ګډون وکړي؛ «خو دا افغان حکومت پورې اړه لري چې طالبانو سره څنګه خبرې کوي او څنګه چلن ورسره کوي».

عزیز داسې مهال د افغان سولې بهیر په تړاو خبرې کوي چې تېره مۍ میاشت کې د طالبانو د مشر، ملا اختر محمد منصور له وژل کېدو وروسته د سولې اړوند خبرې په ټپه ودرېدلي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button