خبرونه
پولیس د مېرمنې له وژلو وروسته ځانوژنه وکړه
د پکتیکا ولایت چارواکو دا خبره منلې ده چې د ښرنې ښار یو تن پولیس خپله مېرمن وژلې او له هغې وروسته یې ځانوژنه کړې ده. د عیني شاهدانو په وینا سهار مهال پولیس خپله مېرمن پر موټر سایکل سپره کړې وه چې له درېدو وروسته یې لومړی خپله مېرمن ووژله او له هغې وروسته یې ځانوژنه وکړه.
د مټاخان د پولیسو مرستیال رسنیو ته وویل چې دغه تن پولیس غلام خان نومېده او د پکتیکا له پولیسو سره یې لس کاله کاري تجربه لرله.
د غلام خان یو تن نږدې خپلوان د نوم د نهښوولو په شرط پژواک ته ویلي چې د غلام خان مېرمن په بد اخلاقۍ تورنه وه او مېرمن یې پخوا په پولیسو کې هم دنده تر سره کړې وه.
غلام خان درې کاله مخکې واده کړی وو چې د مېرمنې له دې خبرو خبر شو نو د ځان او مېرمنې د وژلو په قیمت یې خپل ژوند پای ته ورساوه.