افغانستانسلايډ

د ولايتي شورا غړې: طالبانو د فراه درې ولسوالۍ نيولې دي

د فراه د ولایتي شورا غړې جميلې اميني څرگنده کړې، چې وسله والو طالبانو د دې ولايت درې ولسوالۍ نيولې دي. نوموړې زياته کړې، چې اوسمهال گلستان، بکواه او خاک سفيد ولسوالۍ په بشپړ ډول د طالبانو په ولکه کې دي.

اغلې اميني وايي، د فراه له لسو ولسواليو يوازې په دوو هغو کې نسبتا امنيت شته، خو دې دوه ولسواليو کې هم طالبان پراخ فعاليت کوي.

د فراه د ولايتي شورا دغې غړې پر حکومت نيوکه وکړه، چې فراه ته پاملرنه نه کوي او د ژغورلو هيڅ پروگرام يې نه لري.

د مېرمن اميني په وينا طالبانو درې واړو ولسواليو ته خپل ولسوالان ټاکلي دي.

خو د فراه د والي وياند ناصر مهري دا خبره ردوي، چې گوندې په یادو ولسواليو کې دې طالبان واکمن وي. نوموړی وايي، دولت دغو ولسواليو کې ډېر واک لري او ټول چارواکي بې له کومې ستونې خپلې دندې پر مخ وړي. هغه د مېرمن اميني دا خبره ناسمه وبلله، چې طالبانو دې هلته خپل ولسوالان ټاکلي وي.

دا په داسې حال کې ده، چې چارواکو پرون فارياب کې هم د وسله والو له لوري د يو سل او شل کليو د نيولو خبر ورکړ. د يادو سيمو په نيولو کې طالبانو ته ډېره وسله هم په لاس ورغلې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button