افغانستانسلايډ

د هلمند والي: د اردو او پوليسو سرتېري زموږ په واک کې نه دي

د هلمند والي حيات الله حيات وايي، ولايت کې يې شته پوليس او د ملي اردو ځواکونه د ده خبرې ته غوږ نه ږدي او د زورواکو په خوښه خپل کارونه پر مخ وړي. نوموړي څرگنده کړې ده، چې امنيتي ځواکونو په وروستيو جگړو کې له يو نيم سلو ډېرې پوستې پرته له مقاومته طالبانو ته پريښې دي.

د هلمند والي نن د دې ولايت له قومي مشرانو سره غونډه کې په ډاگه کړه، چې امنيتي ځواکونه د دوی پر ځای د زورواکو له لوري اداره کېږي او څه چې دغه زورواکي غواړي، پوليس هماغه کوي. والي دا څرگندونې په داسې حال کې کوي، چې اوسمهال هلمند کې پنځه سوه امريکايي پوځيان هم د جگړې د کنټرول او امنيتي ځواکونو د روزنې او ملاتړ په موخه مېشت دي.

د هغه په وينا هلته دا مهال لس زره پوليس او لس زره د ملي اردو سرتېري دي، چې پوليس خپله د هلمند خو عسکر د نورو ولايتونو اوسېدونکي دي.

والي وايي، ورستيو جنگونو کې يو سل او دولس پوستې پوليسو او اته دېرش نورې د ملي اردو سرتېرو پرته له کومې جگړې او مقاومته خوشې کړې دي: «دا ځواکونه که ملي وای، د خپل قوماندان او ډلگي مشر خبره به يې منلې وی. زموږ ستونی ورته وچ شو چې داسې مه کوئ، خو دوی يوازې د هغو خلکو خبره مني، چې دوی يې مقرر کړي دي او هغوی د سيمو د پرېښودو امر ورته کوي».

نوموړی زياتوي، چې زموږ هغه پلان هسې د خوب ليده وو، چې نږدې ولسواليو کې د امنيت له ټينگښت وروسته به شمالي ولسواليو ته عمليات ورسوو، خپلسرو ځواکونو مخالفين تر مرکزه راورسول.

والي د پوليسو او عسکرو له لوري د وسلو او مهماتو له غلا کولو هم سر ټکولی او گواښ يې کړی چې له عاملينو سره به يې حساب وشي.
د هلمند د پوليسو يوې سرچينې پژواک ته ويلي، چې گرمسېر کې د ملي اردو يوه کنډک درويشت کانټينره وسله او خوراکي توکي تازه وخت کې طالبانو ته تسليم کړي.

د هلمند د امنيتي ځواکونو په اړه دا خبر په داسې وخت کې ورکول کېږي، چې جگړه له ډېرې مودې راهيسې د مرکز لښکرگاه څنډو ته رارسېدلې ده. څه موده مخکې د هلمند امنيتي ليکو کې د زرگونو خيالي سرتېرو خبر هم ورکړل شوی و.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button