سوريه: ادلب کې د روسيې بمبار له سلو ډېرو وگړو ته مرگ ژوبله اړولې
د سوريې ادلب ښار کې د سبزيو يوه منډيي کې د روسي الوتکو درنه بمبارۍ کې له څلوېښتو ډېر وگړي وژل شوي او لسگونه نور ټپيان دي. دغه بمبارۍ پرون شوې دي. بل لور ته د سوريې نورو ښارونو (حماة، درعا، لاذقيه او دير الزور) کې هم بمبارۍ شوې دي، چې د مرگ ژوبلې په اړه يې معلومات نه شته.
ځايي رسنيو راپور ورکړی، چې روسي الوتکو د ادلب ښار په يوه سبزي منډيي کې د درې توغنديو په ويشتلو اوربند مات کړ، چې له امله يې له څلوېښتو ډېر وگړي ووژل شول، لسگونه نور ټپيان شول او گڼې ودانۍ له منځه ولاړې.
راپورونه زياتوي، چې بمبارۍ د ادلب په مرديخ، خان شيخون، مسطومه او اورم الجوز سيمه کې هم شوې دي، همدا راز په معرة النعمان سيمه کې د يوه بريد پر مهال شپږ ولسي وگړي وژل شوي.
په ورته وخت کې د سوريې دولت پر داريا ښار لسگونه بېلري بمونه ورولي او هڅه يې کړې، چې دغه ښار ونيسي، چې له امله يې گڼ ولسي کورونه له منځه تللي او مرگ ژوبله پېښه شوې ده.
د سوريې دولت او روسيه دې هيواد کې نږدې هره ورځ لسگونو ولسي وگړو ته مرگ ژوبله اړوي او ډېری وختونه له گڼې گوڼې ډک بازارونه او جوماتونه په نښه کوي.