د پاکستانۍ الوتکې عمله اسلام آباد ته ورسېده
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي. هغه الوتکه چې څو ورځې وړاندې د لوګر ولایت په ازرې ولسوالۍ کې بېړنۍ ناستې ته اړ شوه، چې له ناستې څخه وروسته د دغې الوتکې عمله د طالبانو لاس ته ورغلي وو. دغه عمله نږدې لس ورځې له طالبانو سره وه، چې تر خوشې کېدو ورسته نن اسلام آباد ته رسېدلې ده.
پاکستان وايې، چې د دغې الوتکې عمله د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د افغانستان او پاکستان په کډه پوله خوشې شوې، چې ورسته بیا د پاکستان حکومت لخوا په یوه الوتکه کې اسلام آباد ته لېږدول شوې. په دغه الوتکه کې د پاکستان لوړپوړو چارواکو په کډون یو روسی پیلوټ هم وه.
پاکستان د خوشې شوې عملې نومونه په ډاکه کړي، چې کپتان صفدر حسین ( مشر پیلوټ)، کپتان صفدر اشرف، کپتان محمد شفیق الرحمن (لومړی بریدمن)، محمد کوثر د عملې مشر، نصیر محمد (انجینر)، سیرګي سواستیانوف ( روسی پیلوټ) په دغه الوتکه کې وه، او د ټولو روغتیایي وضعیت ښه دی.
افغان حکومت لا تر اوسه پورې په دې اړه څه ندې ویلي.