افغانستانسلايډ

د ولسمشر ساتونکو د سلما بند د پرانيستې پر مهال يو ځوان وژلی

د ولسمشر اشرف غني ساتونکو هرات کې د سلما بند د پرانيستې د مراسمو پر مهال يو څلرويشت کلن ځوان په ډزو وژلی دی.

ويل کېږي، چې دغه موټر سايکل سپور ځوان په چټک رفتار د ولسمشر د ساتنې او تشريفاتي موټرو د کتار پر لور رهي و، چې د ساتونکو له لوري پرې ډزې وشوې او ووژل شو.

د هرات پوليس وايي، د ولسمشر د کاروان موټر چې کله د «پل پشتو» سیمې ته ورسېدل، دغه ځوان په تېز رفتار د دوی لور ته روان و، چې د ولسمشر د ساتونکو له لوري پرې ډزې وشوې او ووژل شو. د هرات د روغتون مدير شفيق شيرزي د پېښې پخلی کړی او ويلي يې دي، چې پرون د ولسمشر د ساتونکو له لوري د وژل شوي يو تن جسد روغتون ته وروړل شوی دی.

د هرات د پوليسو وياند عبد الرووف احمدي د پېښې د پخلي تر څنگ ويلي، چې له کوم موټره چې پر وژل شوي ځوان ډزې شوې دي، چلوونکی يې نيول شوی، خو نور جزيات يې نه دي ورکړي. په خپله ولسمشرۍ ماڼۍ لا په دې اړه څه نه دي ويلي.

ولسمشر غني پرون هرات ته د سلما بند د پرانيستو په موخه تللی و، چې هلته او د بېرته راستنېدو پر مهال د حامد کرزي هوايي ډگر کې ورته ټينگ امنيتي تدابير نيول شوي وو.

خو د دې سفر پر مهال د ولسمشر له ساتونکو سره مخ شوي هيوادوال هغوی پر بد چلن او سختۍ تورنوي او ادعا کوي، چې ساتونکي په قانون او ادابو نه پوهېږي.

د ولسمشر غني د ساتونکو له لوري دغه تن په داسې حال کې وژل شوی، چې څه موده مخکې د ولسمشر دوه ساتونکي د کورنيو چارو وزارت د درنو جرمونو سره د مبارزې رياست له لوري د اختطاف په تور ونيول شول.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button