افغانستان
اسلام اباد د کابل لارۍ ډيلي ته نه پرېږدي
اسلام اباد د کابل هغه وړانديز رد کړی، چې پاکستان دې په خپله خاوره هند ته د افغانستان سوداګريزو توکو لېږد ته اجازه ورکړي.
کابل له اسلام اباد څخه دغه غوښتنه تېره ورځ د افغانستان او پاکستان په لسمه اقتصادي غونډه کې وکړه. پاکستان د انکار يوازينی سبب امنيتي ننګونې ښودلي.
پاکستاني رسنۍ ایکسپریس ټریبیون وايي، له همدې امله افغانستان د پاکستان هغه وړانديز نه دی منلی، چې کابل دې تاجکستان ته د پاکستاني توکو لپاره د لېږد لار ورکړي.
د افغانستان د ماليې وزير اکليل حکيمي چې اوسمهال په اسلام اباد کې دی ويلي، پاکستان غواړي مرکزي اسيا ته لار ومومي او موږ غواړو جنوبي اسيا ته مخه وکړو، ځکه نو دواړو دولتونو ته په کار دي، چې په دې اړه له تفاهم څخه کار واخلي.
د افغانستان مالي وزير په باور، د دواړو دولتونو د اقتصادي پرمختګ لپاره اړينه ده، چې يو بل ته خپلو نږدې ګاونډيو هېوادونو ته تجارتي لارې ورکړو، تر څو خپلې سوداګريزي اړيکې لا پراخه کړو.
ايکسپريس ټریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې، پاکستان په هغه موټرو هم بنديږ لګولی چې له واګه پولي بېرته راګرځي او امر يې کړی، چې دغه لارۍ دې بېرته تورخم ته خالي ستنې شي او هيڅ ډول سامان دې نه لېږدوي.