افغانستانسلايډ

هلمند: امنيتي چارواکي د زرگونو خيالي سرتېرو معاشونه اخلي

د هلمند والي او د ولايتي شورا غړو دې ولايت کې د زرگونو خيالي سرتېرو له شتونه پرده پورته کړې ده. والي حيات الله حيات ويلي، چې د خيالي ځواکونو د شتون له امله ورځ له بلې امنيتي ستونزې ډېرېږي. نوموړي د ملي اردو او پوليسو ليکو کې د خيالي سرتېرو شتون د هلمند د نا امنۍ اصلي ستونزه وبلله.

د هلمند چارواکي په داسې حال کې د خيالي ځواکونو د شتون خبره کوي، چې تېره اوونۍ هلته سختې نښتې وشوې او د طالبانو بریدونو کې له سلو ډېرو امنيتي ځواکونو ته مرگ ژوبله واوښته.

والي حيات الله حيات وايي: «د هلمند د ملي اردو تشکيل اتلس زره دی، چې دا مهال يې څلوېښت سلنه شتون نه لري». نوموړي د پوليسو په ليکو کې هم د ورته ستونزو د شتون خبر ورکړی او گواښ يې کړی، چې عاملين به يې د قانون منگولو ته وسپاري.

د هلمند د ولايتي شورا مرستيال عبد المجيد اخندزاده هم د دې پخلی کړی. هغه وايي، د پوځي تشکيلاتو شمېر دوه دېرش زره تنه دی، خو اوسمهال يوازې له دولس زرو تر پنځلس زرو سرتېري حاضر دي.

همدا راز د ولايتي شورا رييس عبد الکريم اتل وايي: «تېرو درې مياشتو کې د هلمند امنيتي ځواکونو نهه ميليونه مرمۍ دښمن پسې شړلې دي. امنيتي ځواکونه د مياشتې دېرش لکه لېټره تېل مصرفوي».

ښاغلي اتل د شتو سرتېرو شمېر اتلس زره ياد کړی او په وينا يې د څوارلس زرو خيالي سرتېرو معاشونه لوړپوړي امنيتي چارواکي خپلو جېبونو ته غورځوي.

خو د هلمند امنيتي چارواکي بيا د دغو خبرو په اړه وايي، چې ځينې خلاگانې شتون لري، چې دوی يې د له منځه وړلو هڅې کوي.

د يادونې ده، چې د هلمند د مرکز لښکرگاه د ځينو سيمو په گډون پنځه ولسوالۍ د طالبانو په ولکه کې دي او لا هم دې ولايت کې توندې نښتې روانې دي. دولت بيا بيا هڅه وکړه، د نظامي عملیاتو په ترسره کولو او چارواکو په بدلولو هلته طالبان وځپي، خو لا نه دی توانېدلی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button