۸صبح ورځپاڼې په یوې تازه مقاله کې هغو اوپراتیفي پیسو ته اشاره کړې چې ارګ یا په ځانګړې ډول، ملي امنیت شورا یې ځینو رسنیو او فېسبوک کاروونکو خبریالانو او لیکوالو ته ورکوي. دغه خبره د ملي يووالي حکومت له رامنځ ته کېدو راهیسې د ګنګوسې په ډول خوله په خوله کېده.
ورځپاڼه د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر له خوا د دغو پیسو پر ورکړه نیوکه کوي او زیاتوي چې حکومت دې اجازه ورکړي چې عامه افکار په طبیعي ډول وده وکړي.
۸صبح وړاندې لیکي چې هغه کسان او رسنیو ته چې د ملي امنیت شورا له خوا اوپراتیفي پیسې ورکول کېږي، اوس تقریباً پېژندل شوي دي.
ویل کېږي، د ملي امنیت شورا له هغې راهیسې فېسبوک کې ځینو لیکوالو ته معاشونه وټاکل چې د «کابل ټکسي» په نامه یوې فېسبوک پاڼې د طنز په ژبه د ښاغلي اتمر پر کارونو نیوکې وکړې او د هغه ځینې رازونه یې هم بربنډ کړل.
هغه مهال ملي امنیت ادارې ځینې لیکوال او خبریالان هم د تحقیق لپاره وغوښتل. خو حکومت بریالی نه شو چې د «کابل ټکسي» پاڼې چلوونکی په ګوته کړي.
فېسبوک کې فعالو لیکوالو او ځینو رسنیو ته د ښاغلي حنیف اتمر له خوا د پیسو ورکړه په دوو دلیلونو کېدای شي: لومړی دا چې حنیف اتمر هڅه کوي چې په ملي يووالي حکومت کې د ده پر کارونو او ادارې رسنیو کې د نقد ژبه خلاصه نه شي؛ دویم دلیل دا هم ویل کېدای شي چې ښاغلی اتمر په دې هڅه کې دی چې راتلونکي حکومت کې د مخکښ سیاستوال په توګه راڅرګند شي.
د ۸صبح په وینا هغه لیکوالان چې په فيسبوک کې د ښاغلي اتمر په ګټه تبلیغات کوي، اوس تقریباً پېژندل شوې څېرې دي.