هلمند: جگړه د ښار څنډو ته رسېدلې
د هلمند امنيتي چارواکو دې ولايت کې د جگړې له تودېدو خبر ورکړی او زياته کړې یې ده، چې جگړه د ښار څنډو ته رارسېدلې ده.
وسله والو طالبانو پرون د هلمند د دريو ولسواليو گرشک، نادعلي او مارجې پر امنيتي پوستو پراخه بريدونه پيل کړل، چې لا پرون يې پنځه پوستې له امنيتي ځواکونو نيولې او لسگونو امنيتي سرتېرو ته يې مرگ ژوبله اړولې وه. چارواکي وايي، جگړه اوس د ښار څنډو ته رارسېدلې ده او مرکز لښکرگاه ته څېرمه ولسوالۍ کې درنه جگړه روانه ده.
يوې امنيتي سرچينې تېره شپه هم د گرشک او لښکرگاه تر منځ مالگير سيمه کې د څلورو امنيتي پوستو د سقوط پخلی کړی. يادې سرچينې په دې جگړه کې د پنځلس پوليسو د مرگ ژوبلې خبر ورکړ. د سرچينې په وينا وسله والو مخالفينو ته هم مرگ ژوبله اوښتې، خو کره معلومات يې نه شته.
چارواکو د لښکر گاه ختيځ لور ته د لښکر گاه- کندهار پر لويه لار هم د درنې جگړې خبر ورکړی، چې تر دې دمه طالبانو دوه پوستې نيولي او د جهانزېب په نوم يو پوځي مرکز يې تر بريد لاندې دی.
د افغانستان د دفاع وزارت وياند دولت وزيري تېره ورځ هلمند کې د جگړو پخلی وکړ، خو زياته يې کړه، چې دا جگړې اندېښمنوونکې نه دي.