عبدالغفار سیدزاده د کورنیو چارو د جنايي جرمونو مشر رسنیو ته ویلي چې د فاریاب ولایت دوه سیمهيیز پولیس په «جنگي جرمونو او ملي خیانت» تورن شوي دي.
څو ورځې د مخه په بلخ او فاریاب ولایتونو کې د جنبش او جمعیت ډلو تر منځ وسلهوالې نښتې شوې وې چې په دې نښتو کې ځینو د جنبش ملاتړې چې دوستم یې مشري کوي او ځینو نورو بیا د بلخ د چارسنبالي والي او د جمعیت اجرایيه رییس عطاء نور ننگونې کړې وه چې له امله یې گڼو کسانو ته مرگ ژوبله اوښتې وه.
د کورنیو چارو وزارت د جنايي جرمونو څانگې په دې اړه له پلټنې وروسته ځینې کسان په جنگي جرمونو او ملي خیانت تورن کړل.
سیدزاده د دې کسانو شمېره ښکاره نه کړه یوازې یې د وروستیو تصمیمونو په اړه رسنیو ته خبر ورکړ. سیدزاده چې د دې نښتې د کتنې او تفتیش مشري یې کوله او فاریاب ته یې په دې اړه سفر درلود له پلټنې وروسته یې د فاریات ولایت نظامي محکمې ته راپور وړاندې کړ.
د دغو دواړو پولیس مشرانو د نښتې له امله لس تنو ته مرگ ژوبله اوښتې وه او د مرگونو او نورو تاوانونو په اړه لا هم څېړنې روانې دي.