د کندهار ښار يو قومي مشر هدايت الله د طالبانو په غلچکي بريد کې ووژل شو.
دا پېښه نن غرمه دولس بجې د کندهار ښار يوولسمې حوزې اړوند سيمه کې رامنځته شوه.
وژل شوی هدايت الله صوف وال د صوف له خانانو څخه و، په امنيتي ادارو کې يې مهم سړی بلل کېده.
د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې د هدايت الله صوفوال د وژنې پړه منلې ده.
طالبان وايي، چې نوموړی د ملي امنيت «جاسوس» و او له ډېره وخته دوی په دې لټه کې و، چې نوموړی په نښه کړي.
د قاري احمدي له قوله څه موده وړاندې د هدايت الله ورور توريالی، چې بهرنيو ځواکونو سره ژباړونکی و، په ميوند ولسوالۍ کې د سړک د غاړې پر ښخ شوي ماين ووژل شو.
په يوه بله پېښه کې د کندوز کلا زال ولسوالۍ کې هم يو قومي مشر د ناپېژاندو وسله والو له لوري ووژل شو.
د کلا زال ولسوال محبوب الله سعيدي وايي، چې وژل شوی سپين ږيری له جومات څخه خپل کور ته روان و، چې د ناپيژاندو بريدگرو په ډزو کې ووژل شو.
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې د کابل په گډون د ټول هېواد امنيت د پخوا په پرتله خراب شوی او تېره ورځ هم د کابل کارته نو سيمه کې يو قاضي په يو وسله وال بريد کې ووژل شو.
تر اوسه د دې پېښې پړه چا نه ده منلې.