افغانستانسلايډ

امريکا افغان پوليسو ته نږدې پينځه سوه زري موټر ورکوي

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د امريکا متحده ايالات غواړي، د افغانستان پوليس په ماډرن وسايلو سنبال کړي.

د کورنيو چارو وزارت يوه چارواکي مرتضی رحيمي رسنيو ته ويلي، چې ټاکل شوې ده، چې امريکايان روان کال کې د افغانستان پوليسو سره د څلور سوو او دوه نوي زري گاډو مرسته وکړي.

نوموړي ټينگار کړی چې دې سره به د ملي پوليسو هغه نيمگړتياوې له منځه ولاړې شي، چې د پوځي وسايلو او تجهيزاتو په برخه کې ورسره مخ دي.

د کورنيو چارو وزارت ياد چارواکي څرگنده کړې ده، چې د پوليسو پر ځينو قطعو او زونونو دا مهال د دغو وسايلو وېش پيل شوی او پاتې نورو ټولو باندې به وويشل شي. د وزارت يو بل چارواکی وايي، چې يو شمېر دغه پوځي موټران يې له امريکايي چارواکو څخه ترلاسه کړي دي.

د ښاغلي رحيمي په وينا راتلونکې کې به نږدې سل زره ميله نوې امريکايي وسله هم ملي پوليسو ته ورکړل شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button