سلايډنثر

هندي لېوه

فلکلوریکه کیسه :

ژباړن : عطا محمد میاخېل

   د اقبال په نامه بوډا ژرنده ګړي په یوه ژمنۍ شپه کې د ژرندې په خونه کې خپله د اوبو ژرنده ګرځوله، کله چې سترګې یې له خوبه ډکې شوې، خپل لرګین راش بېل یې را واخیست او کوټه شوي اوړه یې د ژرندې له تیږې څخه لرې وغورځول .

   اقبال د څو کلیوالو له خولې اورېدلي وو، چې د ژرندې ترڅنګ په ځنګله کې هندوستاني لېوه لیدل شوی دی، هغه شپه اقبال وېرې اخیستې وی، فکر یې کاوه، دا چې په ژرنده کې یوازې دی، داسې نه چې هندي لیوه یې وداړي، هغه د هندي لېوه د لیدلو له وېرې ځان یې د ژرندې په ډول کې د غنمو لاندې پټ کړ او د ژرندې د ډول له سوریو څخه یې د دروازې لور ته چې تر شاه یې لرګینه تمبه ایښودل شوې وه بهر ته  څار کاوه، چې ناڅاپه د ژرندې په شاوخوا کې د ځناور د پښو ترپا واورېدل شوه، څو شېبې وروسته د ژرندې دروازه خلاصه او یو لېوه ژرندې ته راننوت، دې خوا او هاخوا یې ټوپونه ووهل .

   په ژرنده کې نغری له اوره ډک او ځلاند و، سره له دې چې د ژرندې تیږې ګرځېدې، خو بیا هم د ژرندې په خونه کې چوپتیا خپره وه . لېوه خپل دواړه لاسونه خپلې شاه خواته یوړل او خپل پوستکی یې له ځانه داسې را بهر کړ، ته به وایې، چې څوک خپل کمیس له تنه باسي، اوس نو هغه لېوه نه، بلکې یوه ښکلې توره څېره لرونکې هندي نجلۍ وه، چې په خپل وچویلي باندې یې سور خال درلوده، په پوزه یې چار ګل او اوږده وېښتان یې تر پښو پورې ځړوند ول . اقبال چې د ژرندې د ډول له سوریو څخه دا هر څه په خپلو سترګو کتل، پوه شو چې دا لېوه نه، بلکې د هندوستاني جادوګرو نجونو له ډلې څخه یوه جادوګره نجلۍ ده، چې طلسم یې د لېوه په پوستکي کې ده او د انساني غوړیو د راټولو له پاره هرڅوک چې په ګوتو ورشي، نو وژني یې او غوړي یې هندوستان ته وړي . ښکلې نجلۍ کاسه را واخیسته او یوه اندازه اوړه یې را واخیستل، لامده یې کړل او تبۍ یې په نغري کېښوده، ترڅو د ځان له پاره پتیره ډوډۍ پخه کړي، کله چې د نجلۍ پام ډوډۍ پخولو او ځان تودولو ته شو، نو اقبال خدای (ج) یاد کړ او ورو ورو یې ځان د ژرندې د ډول له ښکتنۍ برخه څخه پورتنۍ برخې ته ورساوه، تر دې چې یوه ټوپ ته چمتو شو، په ډېرې بیړې یې ټوپ کړ او نجلۍ یې له اوږدو وېښتانو ونیوله، هندي نجلۍ چې خپل غاښونه یې چیچل، له اقبال سره په جګړه شوه، د یو څو شېبو له پاره دواړه  له یو او بل سره لاس و ګرېوان ول .

   اقبال چې په زړه کې هوښیار و، په خپله پښه یې د لېوه پوستکی له اوره ډک نغري ته ور ښکته کاوه او هندي نجلۍ هغه بېرته را ایسته، د ژرندې په منځ کې په زړه پورې سیالۍ روانه وه، کله به اقبال د لېوه پوستکی د اور نغري ته ور دننه کاوه اوکله هم نجلۍ هغه له اوره را ایسته او غوښتل یې چې وایې غوندي، په دې جګړه کې اقبال خپل اقبال ته ورسېده او بریالی شو، تر دې چې د لېوه پوستکی په بشپړه توګه وسوځېده او په ایره بدل شو، دا چې د نجلۍ سترګې په سوځېدلي پوستکي ولګېدې، نو یو سوړ اسویلی یې وویست او پر ځمکه کېناسته. اقبال چې نور زړور شوی و، له هغې څخه یې وپوښتل : ته څوک یې ؟ او له کومه ځایه راغلې یې؟ او ولې دلته راغلې یې ؟ نجلۍ په خوږه ژبه خپلې خبرې داسې پیل کړې :

  زه هندي نجلۍ یم څو موده کېږي، چې ستاسو هېواد ته راغلې یم، دې هېواد ته زما د راتګ موخه د انساني غوړیو راټولول دي، ځکه زموږ پاچا  د هرې کورنۍ په هر غړي باندې یوه ټاکلې اندازه انساني غوړي حواله کوي، زه چې د هندي جادوګرانو له نسل څخه یې موقع مې غنیمت وګڼله، چې د جادویي لېوه پوستکی واغوندم او د لېوه په څېر انسانان وڅیرم او وازده یې په غوړیو بدله کړم او وروسته یې له ځان سره هندوستان ته یوسم .     زه یوازې نه یم، زما په څېر ډېر شمېر ساحرانو دې کلي ته نږدې ځالې جوړې کړې دي، چې د یو شمېر انسانانو له ښکار او څیرولو وروسته په کافي اندازه د هغوی غوړي راټول او هندوستان ته یې له ځان سره یوسي . زما ټول جاودیي رازونه د لېوه په همدې پوستکي کې ول، چې تا وسوځاوه، نور نو زه د نورو نجونو په څېر یوه نجلۍ یم او له یوې عادي نجلۍ څخه زیات زور او ځواک نه لرم، زه له تا څخه غوښتنه کووم، چې ما مه وژنه، زه ستا مال یم او تا د خپل خاوند په توګه منم، ترڅو چې ژوندۍ یم، نو په دې کلي کې به ژوند کووم او له تاسره به په ژرنده کې مرسته کووم، دا چې ته یو ځواکمن او هوښیار سړی یې، نو زما د خاوند کېدو وړتیا دې تر لاسه کړې ده .

   وروسته له دې چې نجلۍ خپلې خبرې پای ته ورسولې، اقبال وویل : زه ستا خبرې منم او تا په مسلماني نکاح د خپلې مېرمنې په توګه منم، مګر ته باید زموږ کلي ته یو کار وکړې او ستا هغه مرسته به دا وي، چې هرکله نور هندي لېوان زموږ کورونو ته نږدې راشي، نو ما پرې خبر کړه، ځکه یوازې ته پوهېږې، چې هندي لېوان له نورو لېوانو څخه څه توپیر لري.

  عادي لېوان له سپیانو څخه ډارېږي او له کلي څخه یې شړي، مګر داسې لیدل شوي دي، چې هندي لېوان سپیان ټوټې ـــ ټوټې کوي او ځینې سپیان له خپلو پرې شویو سرونو سره د هندي لېوان په وړاندې مري .

  هندي نجلۍ د اقبال خبره ورپرې کړه او وې ویل : ته ښه پوه شوی یې او سمه خبره کوې، چې هندي لېوان په اصل کې لېوان نه، بلکې د چاړه په لاس انسانانو په څېر دي او د پسونو په څېر د سپیانو غاړې ور پرې کوي او انسانان په چړو څیروي .

   زه نور هندي لېوه نه، بلکې ستاسو د کلي یوه اوسېدونکې یم، ښکاره ده، چې زه هندي لېوان له غږه  پېژنم . هغوی د هندي نجونو او هلکانو په څېر په ځانګړې ژبه یو بل ته غږ کوي او یو بل ته خبر ورکوي .

   اقبال له هندي نجلۍ سره په خبرو اترو بوخت و، چې ناڅاپه د سهار د مرغیو شور هغه ته رښتیني سهار ور په یاد کړ . هوا روښانه شوې وه، د کلي خلکو لږ لږ تګ راتګ پیل کړی وو . اقبال د ژرندې په خونه کې  په نغري کې د خوشایو ټپۍ ودرولې او اور یې بل کړ. هغه چې له ستونزو ډکه شپه سبا کړې وه، نور نو یې هندي نجلۍ ته د دوستۍ په سترګو کتل .

  هغه خپله لونګۍ څوکه په څوکه کړه او له هغې څخه یې ټیکری جوړ کړ، ترڅو خپله خدای (ج) ورکړې ښځه کورته بوځي . اقبال نجلۍ  کلي ته بوتله او د کلي سپین ږیري یې په خپل کور کې راټول کړل، نوموړي د هغه څه په اړه، چې تېره شپه پرې تېر شوي وو، سپین ږیرو ته کیسه وکړه، دا خبر په کلي کې خپور شو . ښځې او ماشومان، سپین ږیري او ځوانان د هغې نجلۍ نندارې ته راټول شول، کومه چې پرون شپه انسان خوړونکی لېوه و . سپین ږیرو د رایو په اتفاق پرېکړه وکړه، چې د نجلۍ نکاح له بوډا اقبال سره وتړي .         خدای (ج) په دوی خپل رحم کړی و، نور نو له دې وروسته هندي لېوانو د دوی په کلي کې وران کارې کړنې نه شوې ترسره کولای . دا نجلۍ د هندي لېوانو په ژبه پوهېده او د دې ډېر امکان لیدل کېده، چې هغوی ته ووایي، چې د دوی له کلي لرې شي، ترڅو د کلي خلک د هغوی له شر څخه خلاص شي . دوی ملا راوسته او د هندي نجلۍ نکاح چې نوم یې      ( اله میلو ) و، له اقبال سره وتړله . اقبال له هندي نجلۍ سره یو کال په خپل کلي کې چې نوم یې ( ګردبید ) و په خوښیو او خوشالیو سره  ژوند وکړ، تر دې چې له هغې څخه یو ماشوم دنیا ته راغی . کله ناکله به د کلي ټوکي خلکو اقبال ته ویل : له لیوه ګۍ څخه څنګه انسان وزېږېده ؟

  په یوه پسرلنۍ ورځ کې د کلي له لوړو غونډیو څخه د لېوانو پرله پسې غږونه واورېدل شول، اله میلو د دې غږونو په اورېدو ډېره خواشینې کېده، اقبال چې په ژرنده کې یې کار کاوه هم دا غږونه واورېدل او د فکرونو سمندر یې بېړۍ یوه نا معلوم لوري ته بوتله، چې ګواکې بیا هندي لېوان را پیدا شوي دي. اقبال د ژرندې دروازه وتړله او اوبه یې پارچاو کړې، ژرتر ژره یې ځان کورته ورساوه، ګوري چې هندي مېرمن یې ډېره خواشینې ده، اقبال په خندا وویل : لکه چې بیا هندي لېوان راغلي دي ؟ اله میلو ځواب ورکړ : هو د دې غږونو په منځ کې زما د ورور غږ هم شته؛ هغه پوه شوی چې زه ستا په کور کې یم او هغه له مانه غوښتنه کوي، چې یو ځل یې وګورم تر دې چې د مور پیغام مې را ته ووایي .

  د اقبال زړه په ټوپونو شو او په ډېرې وېرې یې له ځان سره وویل : که چېرې زما دا ګرانه مېرمن یوازې لاړه شي، نو هېڅکله به بېرته را نه شي او یا به یې هندي لېوان پرېنږدي چې بېرته کورته راشي؛ که چېرې زه ورسره لاړ شم، نو هندي لېوان به ما وداړي.

  د کلي سپین ږیري راټول شول، ترڅو هندي لېوانو ته د نجلۍ د تګ له پاره یوه لاره چاره وسنجوي . د سپین ږیرو له ډلې څخه یوه وویل : اقبال باید پرېنږدي، چې ښځه یې لېوانو ته ورشي، یو بل کس وویل : که چېرې داسې ونه شي، نو لېوان به په کلي برید وکړي او ټول به وداړي .

  خبرې تودې او وېرونکې وې . د کلي یو تجربه لرونکی سړی را پورته شو او وې ویل : اې خلکو ! ما د دې ستونزې له پاره یوه ښه د حل لاره پیدا کړې ده، راځئ، چې یو لوی پړی را پیدا کړو او په هغه باندې د هندي نجلۍ د زوی کین لاس د خپلې مور په ښي لاس پورې او د هلک ښی لاس د پړي په یوه څوکه پورې وتړو او د پړي بله څوکه به د اقبال د کور په ستنې پورې وتړو او له دې وروسته به  هندي نجلۍ پرېږدو، چې د خپل ورور لیدلو له پاره هندي لېوانو ته ورشي . که هندي لېوان هغه له ځان سره تګ ته اړه کړي او لاس یې ونیسي، نو په خپل ماشوم باندې به یې زړه وخوږېږي او خپل کور خواته به راشي. دا یو ځیرک چل دی، چې په خپل یو کلن ماشوم باندې د مور د زړه خوږي سبب کېږي او د بېرته راتګ شونتیا یې ډېروي .

  اقبال دا کار ترسره کړ، د پړي یوه څوکه یې د خپل کور په ستنې پورې او د پړي بله څوکه یې د خپل زوی په ښي لاس او د خپل زوی کین لاس یې د هغه د مور په لاس پورې وتاړه او خوشې یې کړل . هندي نجلۍ ژمنه وکړه، چې هېڅکله به له هندي لېوانو سره، چې ورور یې هم د هغوی په منځ کې دی یوځای نه شي او بېرته به خپل کور ته را ګرځي . له اجازه اخیستلو وروسته د کلي د لوړې غونډۍ په لور وخوځېده، همداسې روانه وه، تردې چې د لېوانو ډلې ته ورنږدې شوه؛ لېوانو ته د اله میلو په نږدې کېدو سره د لېوانو داسې غږونه پورته شول، چې د کلي خلک له هغو غږونو څخه په وېره کې شول، هندي نجلۍ څو شېبې له لېوانو سره ودرېدله . د کلي خلکو له لرې کتل، چې هندي نجلۍ په خپلو لاسونو کله د کلي په لور او کله هم د خپل یو کلن زوی خواته چې په پړي تړلی و اشاره کوي، له خپل ورور او نورو هندوانو څخه چې د لېوانو پوستکي یې اغوستي وو، غوښتل چې هغه خوشې کړي، ځکه خاوند یې په کلي کې دی او د ماشوم لاس یې په پړي تړلی دی .

   بالاخره له څو دقیقو اشارو او غږونو وروسته پړی په چټک ډول د غونډۍ پورته برخې ته کش شو، د چیغو او ژړا غږونه واورېدل شول او وروسته پړی خوشې شو . د کلي ښکاریانو د ټوپکو ماشو ته ګوتې وروړې، ترڅو د لېوانو په لور ډزې وکړي . اقبال د ټوپکو د شپېلو په وړاندې ودرېده او وې ویل : د خدای (ج) روی ته وګورئ ډزې مه کوئ، زما مېرمن وژل کېږي . د کلي سپین ږیرو پړی ورو ورو د کور په لور را ټول کړ، ناڅاپه یې ولیدل، چې د پړي په څوکه پورې د هماغه یو کلن ماشوم ښی لاس ځوړاندی دی . انسان خوړونکو لېوانو د ماشوم لاس غوڅ کړی د مساوات په توګه یې دا د پلار برخه او بل لاس او بدن یې د مور برخه ګڼلې وه، له ځانه سره یوړل . د ماشوم د پرې شوي لاس په لیدلو د کلي خلک ډېر په غوسه شول، چیغې او ژړا ګانې یې پیل کړې : د خدای (ج) له پاره دا څه حال دی؟ دې ماشوم څه ګناه درلوده، چې بې رحمه مور یې لېوانو ته اجازه ورکړه، چې لاس یې ورپرې کړي؟ آخر ولې یې لاس ورپرې کړ؟ ولې یې له ځان سره ژوندی نه بیوه ؟ د کلي ځیرکو ښکاریانو د ټوپکو ماشې ته ګوتې وروړې او لېوان یې تعقیب کړل . هندي لېوان چې د غونډۍ له پاسنۍ برخې څخه یې دا حالات لیدل، په چټک ډول له کلي څخه لرې کېدل . د ښکاریانو په منځ کې اقبال هم شتون درلوده او چابکو تازیانو لېوان تعقیبول . په دې شور ماشور او غالمغال کې اقبال ولیدل چې مېرمن یې په لېوه سپره ده او په چټک ډول په پراخ بیا بان کې منډې وهي . اقبال چیغې کړې : ډز وکړئ ! ډز وکړئ ! هغه لېوه وولئ، کوم چې زما مېرمن پرې سپره ده، مه پرېږدئ چې هندي لېوان زما مېرمن په زور له ځان سره بوځي .

   ښکاریانو نښه ونیوله او په خپلو چقماقي ټوپکو یې د لېوانو په لور ډزې وکړې، ناڅاپه ښکاریانو ولیدل، چې د دوی هماغه توغول شوې مرمۍ بېرته د دوی د سر له پاسه د دوی په لور راتوغول کېږي . په داسې حال کې چې لېوان لرې کېدل او په خپلو تېرو او ځلاندو تورو یې دوی ګواښل، په چټک ډول د دښتې په لمنه کې له سترګو پناه شول .

د لېوه پایله د لېوه زېږون شي ….. که څه هم له انسان سره ستر شي .

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button