سلايډسيمه او نړۍ

سميه اردگان: زما واده ته د گلانو راوړو پر ځای خيريه ټولنو سره مرسته وکړئ

د ترکيې د ولسمشر رجب طيب اردگان لور «سيمه اردگان» خپل واده ته له رابلل شويو مېلمنو غوښتي، چې هغوی ته د گلانو او تاجونو راوړو پر ځای دې بېلا بېلو خيريه ټولنو سره مرستې وکړي. ټاکل شوې ده، د سيمه اردگان واده راتلونکې اوونۍ ترسره شي.

د ترکي رسنيو له راپور سره سم د واده پر بلنليک د گڼو خيريه ټولنو نومونه کښل شوي دي او له ترلاسه کوونکو يې غوښتنه شوې، چې واده ته د گلونو، غاړه کيو او نورو شیانو راوړو پر ځای دې دغو ټولنو سره مرسته وشي.

د واده بلنليک باندې د واده د جوړې «سميه او سلجوق بيرقدار» او د دوی د مور او پلار نومونه ليکلی شوي دي.
کارت کې راغلي: «موږ به د خپلو بچو «سلجوق او سميې» د واده مراسمو کې ستاسو په ليدو خورا خوښ شو». ټاکل شوې ده، د واده دغه مراسم راتلونکې شنبه استنبول ښار کې ترسره شي.

څه موده وړاندې ولسمشر رجب طيب اردگان د ترکيې پر سوداگرو غږ کړی و، چې پيسې ځان سره قبر ته نه شي وړی، ځکه يې نو بايد پر اړو وگړو ووېشي.

 د سميه اردگان خاوند سلجوق بيرقدار شپږدېرش کلن دی، د استنبول له پوهنتونه يې د برېښنا انجنيرۍ کې لسانس کړی، ماسټري يې د بې پيلوټه الوتکو انجنيرۍ کې د امريکا د متحده ايالاتو له وينسلوينيا پوهنتونه کړې او دکتوراه يې پر روبوټونو د ولکې برخه کې کړې ده. نوموړی له يوولسو کالو راهيسې خپله د بې پيلوټه الوتکو جوړولو کارخانه کې کار کوي.

سيمه اردگان بيا د امريکا له انډيانا پوهنتونه په «سياست او ټولنپوهنه» کې ډگري اخيستې ده، او د واکمن گوند عدالت او پراختيا له مهمو او اغېزمنو مېرمنو گڼل کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button