د شمال قدرتمند ښکر په ښکر؛ د انځورونو جګړه/ نیویارک ټایمز
د انځورونو پر سر شخړې د ټکر وروستۍ پېښه ده چې د ملي يووالي حکومت پښې يې بیا ولړزولې. په شمال کې د دوو پخوانیو جنګسالارانو، عطامحمد نور او عبدالرشید دوستم پلویان له څو ورځو راهیسې د خپلو مشرانو د انځورونو پر سر وسله والو نښتو ته ورلنډ شوي. د شمال قدرتمند جنګسالاران داسې مهال له یوه او بل سره د وسله والې نښتې تر پولې لنډېږي، چې سږ کال اوړی د بل هر کال په پرتله د طالبانو د پراخو بریدونو وړاندیونه کېږي.
تېره اوونۍ سه شنبه، د ولسمشر د لومړي مرستیال، جنرال عبدالرشید دوستم سلګونو پلویانو په مزار ښار کې لاریون وکړ او نیوکه یې کوله چې د ښار له دوو بلبورډونو څخه یې د مشر انځورونه لرې شوي. لاریون کوونکو تور پورې کاوه چې انځورونه د ولایتي پولیسو له خوا لرې شوي وو. د بلخ اوسنی سرپرست والي چې یو مهال په شمال کې د دوستم سرسخت سیاسي حریف ګڼل کېده، د انځورونو په لرې کولو تورن شوی. له بلې خوا د نور پلویانو هم په لاریون لاس پورې کړی او پر سرپرست والي يې لګېدلي تورونه رد کړي دي. عطامحمد نور په خپله هم دغه تورونه رد کړي دي.
د دوستم او نور د پلویانو ترمنځ وروستیو ناندریو نویمو کلونو کې د دواړو جنګسالارانو ترمنځ د کورنیو جګړو وېره راژوندۍ کړې ده. د نور او دوستم د ملېشو ترمنځ اخ و ډب ان د نوي نظام له راتګ وروسته، تر ۲۰۰۳م کال پورې روان و. کله چې ملګرو ملتونو د بې وسلو کولو کمپاین پلی کړ، مزار ښار د ملېشو له ګروته بېرون شو.
ولسمشر اشرف غني ته نژدې یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې ولسمشر د ولسمشرۍ لومړي مرستیال او د بلخ سرپرست ته په جدي پیغام کې ویلي: که تاسې د حکومت برخه یاست، لکه د حکومتي چارواکي عمل وکړئ!
عطامحمد نور چې تېرو ټاکنو کې د عبدالله عبدالله له ټینګو پلویانو څخه و، په دې وروستیو کې ویلي چې د ده نوماند «غول شوی» او د ولسمشر ټیم هڅه کوي چې عبدالله عبدالله نور هم څنډې ته کړي. نور وېره لري چې ولسمشر غني په پام کې لري دی د بلخ له ولایته لرې کړي.
د انځورونو سیاست
د ملي يووالي حکومت له رامنځته کېدو راهیسې د حکومت دواړه ټیمونه هڅه کوي چې په مهمو ځایونو کې د خپلو مشرانو انځورونه ولګوي. د دواړو ټیمونو پلویان د دولتي غونډو پر مهال د خپلو مشرانو د ناستې د ځای او انځورونو لګولو پر سر ناندریو سره مخ وي. په روانه میاشت کې، د مارچ د اتمې د ښځو د نمانځغونډې په ناسته کې چې د ولسمشر مېرمن، رولا غني او د کابینې یو شمېر وزیرانو په کې ګډون کاوه، غونډه وځنډول شوه؛ ځکه چې د سټېج تر شا یوازې د ولسمشر غټ انځور ځړول شوی و او د عبدالله عبدالله انځور نه تر سترګو کېده.
وروسته د عبدالله عبدالله پلویانو وغوښتل چې د سټېج بلې غاړې ته د عبدالله انځور ولګوي. کله چې انځور ولګول شو، د ولسمشر غني تر انځوره کوچنی و، هغوی پر دې قانع نه شول او وروسته یې د عبدالله نسبتاً غټ انځور د پروجکټور له لارې ولګاوه.
د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، له هغې وروسته چې د نوي حکومت له کړنو د حامد کرزي زړه سوړ شو، له خپل دفتره یې د غني انځور لرې کړی؛ خو د حامد کرزي همکار وویل چې دغه انځور د ترمیم لپاره له دغه ځایه لرې کړی شوی دی. مګر وروسته عکس د ناستې خونې پر ځای انتظارخونه کې لګول شوی و.