خبرونهسلايډ

د طالبانو او ملي اردو تر منځ د پلخمري په کوڅو کې جگړه روانه ده

کابل مېشت د ټولنیزو چارو فعالانو، شنونکو او د بغلان ولایت اوسېدونکو خبر ورکړی چې نن ماښام طالبان د بغلان مرکز پلخمري ته ننوتي او له ملي اردو سره درنه جگړه روانه ده. دا په داسې حال کې دی چې بغلان ته نږدې د کندز ښار دننه هم له طالبانو سره له څو پرلپسې ورځو راهیسې د طالبانو او ملي اردو تر منځ د ښار په کوڅو او ناحیو کې جگړه روانه ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم رسنیو ته ویلي چې طالبان نن ماښام د بغلان مرکز د پلخمري ښار ته ننوتي دي او ملي اردو سرتېرو ته یې درانه تلفات اړولي دي. حکومتي چارواکو په دې اړه تر دې دمه څه نه دي ویلي خو له څو ورځو راهیسې یې د پلخمري ښار شاوخوا د جگړو په اړه یې له رسنیو سره معلومات شریک کړي وو.

په دې وروستیو کې د طالبانو له لوري په څو ولایتونو کې د افغان حکومت پر ضد درنه جگړه روانه ده. د ځايي رسنیو له لوري ویل کېږي چې طالبانو د هلمند او فراه پر مرکزونو هم بریدونه ډېر کړي او ښايي چې له سقوط سره یې مخ کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button