دغه نښې نښانې د بډوډو پر ناروغۍ دلالت کوي

بډوډي يا گردې د انسان بدن کې د وينې د پاکوالي او ترې د زهرجنو موادو د لرې کولو دنده ترسره کوي. نو بډوډي د وينې ټول زهر او اضافي مواد لرې کوي او ويټامنونه او انزايمونه توليدوي. بدن ته رطوبت بښي او د بدن دننه د مالگو توازن خوندي کوي. له همدې امله بډوډي د انسان د بدن مهمې برخې دي او ساتنه او پرله پسې څارنه يې اړينه ده.
هغه شيان چې له امله يې بډوډو ته ضرر پېښېږي:
– نشهيي توکي او سگرټ.
– چاغښت.
– د عمر ډېروالی.
– د بډوډو ميراثي ناروغي.
– په ستره کچه درمل خوړل.
– د بولو په لارو کې کوم خلل (التهاب وغیره) رامنځته کېدل.
– او غير صحي تغذيه.
لاندې نښې مو د بډوډو پر ناروغۍ دلالت کوي:
۱- پرلهپسې ستړيا يوه هغه نښه ده، چې د بډوډو (گردو) په خرابۍ دلالت کوي. د يو هارموني خلل له امله د وينې د سرو کوروياتو توليد اغېزمن کېږي، سره کورويات وينې ته اکسيجن لېږدوي. نو کله چې د بدن ځينو غړو ته اکسيجن پوره ونه رسي، ستړيا او سستي رامنځته کوي.
۲- کله چې د بډوډو دنده کې څه کمی راشي، د بدن زهر خپل اغېز کوي او بدن او پوستکی له باندې اړخه وچوي.
۳- د ملا په ښکتنۍ برخه کې دردونه کله د بولو په لارو کې د التهاب يا بډوډو کې د کاڼو د شتون له امله وي.
۴- د بولو رنگ بدلېدل مو د بډوډو له ناروغۍ خبروي، که بولې مو ژېړې، سرې يا گلابي وې، ايسارېږئ مه او له يوه ډاکټر سره سلا وکړئ.