عبدالله ګل ریان چې وړمه ورځ د پاکستان په لاهور کې وفات شو نن یې د کوزې پښتونخوا په کوټه ښار کې جنازه وشوه او خاورو ته وسپارل شو. د ارواښاد په جنازه کې شاوخوا زرو تنو افغان کډوالو او له هېواده ورغلو ګډون وکړ.
تېره میاشت د ارواښاد عبدالله ګل ریان د زوی مړی له کندهار ښاره لرې وموندل شو.
ارواښاد ریان په پښتو او دري ژبو ګڼې لیکنې او ژباړې کړې وې (د لیکنو او ژباړو نوملړ یې په ځلاند کې خپرې شوې دي). عبدالله ګل ریان د شوروي اشغال پر ضد په افغان جهاد کې فعاله ونډه اخیستې او د سیاسي مبارزې له امله زنداني شوی هم و.
ارواښاد ریان د مجاهدینو او طالبانو په حکومتونو کې دنده ترسره کړې. پر افغانستان د امریکا له یرغل راهیسې د کوزې پښتونخوا په کوټه کې استوګن و.