ټولنهسلايډ

د سقراط له نظره د کامیابۍ راز څه دی؟

يوه ځوان سړي له سقراط څخه پوښتنه وکړه چې د کامیابۍ راز په څه کې دی. سقراط ورته کړه چې سبا د سيند خوا ته راشه چې د کاميابۍ په راز دې پوه کړم.

سبا سهار، ځوان په ډېره مينه د سيند غاړې ته ورغی، تر څو د کاميابۍ په راز ځان پوه کړي. سقراط ورڅخه غوښتنه وکړه چې په سيند کې دننه شي. ځوان د سقراط خبره ومنله او ورو ورو د سيند په لور ورتلل.

دوی په سيند کې دومره مخکې لاړل چې اوبه يې اوږو ته ورسېدل، ناڅاپي، سقراط ځوان په اوبو کې دننه کړ او همالته په زور نيولی و. ځوان ډېره هڅه وکړه، خو ځان يې خلاص نه شو کړای او په اوبو کې د يوې شېبې له پاره ډوب پاتې شو.

ځوان په سيند کې دومره موده ډوب پاتې شو چې رنګ يې وتښتېده، او بالآخره په ډېر زور ځان له سقراط څخه خلاص کړ. له خلاصونه وروسته يې لومړی کار دا وکړ، چې يوه ډېره اوږده ساه يې واخيسته.

سقراط ورڅخه پوښتنه وکړه: د اوبو لاندې دې کوم څه ته ډېر شوق راته او ورته وارخطا وې؟

ځوان ويل: هوا.

سقراط وويل: کله چې دې په همدې کچه د کاميابۍ د ترلاسه کولو شوق پيدا کړ، د ترلاسه کولو له پاره به يې زښته ډېره هڅه کوې، او همدا د کاميابۍ راز دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button