خبرونهسلايډ

نبیل: د افغانستان د ولسونو تر منځ د کرکې پیدا کولو لپاره کار کېږي

د ملي امنیت پخواني مشر «رحمت الله نبیل» د یوې اعلامیې له مخې خبرداری ورکړی چې د ځینو پټو گروپونو له لارې د افغانستان د مختلفو ولسونو تر منځ د کرکې او جگړې لپاره کار کېږي.

نبیل دا څرگندونې په داسې حال کې کوي چې د هېواد په شمال کې د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم او د بلخ د چارسنبالي والي عطا‌ءمحمد نور د پلویانو تر منځ شخړې مخ په ډېرېدو دي.

د دې شخړو له امله د فاریاب او بلخ ولایت اوسېدونکو ته گڼ زیانونه رسېدلي دي. شخړه له دې امله پیل شوه چې په بلخ ولایت کې څونامعلومو کسانو د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم انځور شکولی وو چې په غبرگون کې یې د عبدالرشید دوستم پلویانو د احمدشا مسعود انځورونه وشکول.

نبیل همدارنگه زیاته کړه چې تر دې دمه دا کوښښونه په بشپړې کامیابۍ سره پر مخ روان دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button