شعر
غزل / گل رحمان رحماني
ځان مې اورېدلى دى، خو ستا نغمه لا پاتې ده
دا د تقدس د انتها نغمه لا پاتې ده
ځو که پاتې کېږو، ګوره بيا په ډوبېدو دى لمر
شپه به رڼوو، خو د يلدا نغمه لا پاتې ده
ژوند مې ټول سندره کړ، ستا نوم مې په کې ونه موند
زه نو څه خبر ومه چې دا نغمه لا پاتې ده
څڼې ددې ښار ناروغ سرود ته را خورې نه کړې
پام کړه چې د غرونو د ښکلا نغمه لا پاتې ده
څه خو دې ويل، خو له ويلو وړاندې غلې شوې
ښکاري ستا د ښکلې تمنا نغمه لا پاتې ده
پرې به شې، سورى به شې، شپېلۍ به شې
زړه! ستا د تکميل، ستا د بريا نغمه لا پاتې ده