افغانستانسلايډ

کډوالو وزارت: داخلي کډوالو ته لازمه بوديجه نه لرو

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت څرگنده کړې ده، چې د هيواد دننه بې ځايه شويو لپاره لازمه بوديجه نه لري او د هغوی ستونزو ته په لاسرسي کې پاتی راغلی.

د دې وزارت چارواکو ويلي، هيواد کې ورځ له بلې داخلي بې ځايه شوي ډېرېږي، خو دوی يې د ستونزو اوارولو لپاره لازمه بوديجه نه لري. وزارت همدا راز ويلي، کډوالو سره د ملگرو ملتونو د عالي کميشنرۍ مرستې هم د پخوا به پرتله کمې شوې دي.

د دې وزارت مطبوعاتي سلاکار حفيظ احمد مياخېل ازادۍ راديو سره خبرو کې ويلي: «حکومت په دې برخه کې ستونزې لري، کافي بوديجه نه لری، د نړيوالو مرستو ته اړتيا شته،  خو د يو ان ايچ سي ار مرستو کې هم د پخوا په پرتله کمی راغلی دی».

د نړيوالو او کورنيو راپورونو پر اساس اوسمهال افغانستان کې د داخلي بې ځايه شويو شمېر شاوخوا يو مليون دی، چې دا لړۍ لا هم روانه ده.

د جگړو له امله د هيواد دننه بې ځايه شوې کورنۍ وايي، ژوند يې ډېر له کړاوونو ډک دی، خو حکومت ورته پاملرنه نه کوي.

کابل کې د کډوالۍ په برخه کې د ملگرو ملتونو د عالي کميشنرۍ د څانگې وياند نادر فرهاد وايي، دوی د هيواد دننه د کډوالۍ له روان وضعيته خبر دي او سره له دې چې په دې برخه کې يې مرستې کمې شوې دي، خو دوی به په دې اړه پر خپلو ژمنو ولاړ پاتې شي.

Related Articles

Back to top button