خبرونهسلايډ

گارډین ورځپاڼه: افغان ملي اردو له ښوونځیو څخه د مورچل کار اخلي

گارډین برتانوي ورځپاڼه خبر ورکوي چې افغان ملي اردو ځواکونه په هلمند کې له ښوونځیو څخه د مورچل کار اخلي. گارډین ورځپاڼه په داسې حال کې خبر ورکوي چې طالبانو تېره اوونۍ پسرلني عملیات د «عمري عملیاتو» تر نامه لاندې اعلان کړل.

گارډین زیاتوي چې د ملي اردو دا کړنې په سویل کې د نړیوالې ټولنې ۱۵ کلن تعمیراتي او معنوي لاسته رواړنې له منځه وړي. د ملي اردو سرتېرو د ښوونځیو پر بامونو باندې مورچلې نیولي دي.

له دې سره راپور زیاتوي چې په «چاه انجیر» او «نادعلي» سیمو کې د ملي اردو سرتېرو یوه ښوونځۍ کې اړولي او د ښوونځۍ له ودانۍ څخه د قومندانۍ کار اخلي.

جنگ ځپلو سیمو کې د غیرې نظامي افرادو تلفات ورځ تر بلې په ډېرېدو دي. که چېرې ښوونځي په مورچلونو بدل شي نو د ملکي افرادو تلفات به لا نور هم زیات شي.

هلمند کې جگړه تر نورو کلونو ډېره زوروره ده. د دفاع وزیر معصوم ستانکزي ویلي چې سږکال به جگړه د هېوادو په ډېرو برخو کې تر نورو کلونو زوروره وي.

Related Articles

Check Also
Close
Back to top button