واده د ژوند له ډیرو مهمو پړاوونو څخه ګڼل کیږی. دواده په هکله بحث د ارواپوهانو له نظره په دوو پړاوونو کې ترسره کیږی. مخکی له واده او وروسته له واده. مخکې له واده بحث کې دې سوالونو ته ځواب ورکول کیږی چی هر څوک څه ډول مناسب د ژوند ملګری ځان ته وټاکي؟ د ژوند د ملګري په ټاکلو کې کوم لومړيتوبونه په پام کې ونیسئ؟ آیا مادي شرایط مهم دي که کورني او فرهنګي؟ څومره کېدای شي له شخصیتی پلوه یو له بل سره متناسب دی او نور. د واده ارواپوهنه دغو پوښتنو ته سم ځواب ورکوی. د تناسب له اړخه ارواپوهنه وایی که چیری دوه کسان هر څومره چې له فرهنګي، تحصیلي او شخصیتی پلوه یو له بل سره متناسب وي، هومره د دوی جوړه به بریالۍ وي او وروسته له واده به د دوی ستونزې لږې وي.
له واده وروسته ولې ستونزې پېښږي، ټولنپوهان یو شمیر مهم عوامل په دې اړوند یادوی چې دا دی:
ـ له ۲۰ کلنی مخکی او له ۳۰ کلنۍ وروسته واده کول.
ـ کله چی دواړو لورو له یوی بدی پیښې وروسته یو له بل سره واده کړی وی (لکه په افغانستان د بدو ورکولو په پایله کې واده).
ـ یو یا دواړه د ژوند ملګری چې د بل لوری د کورنی نه د لرې والی په فکر کې واوسی یا د خپلی کورنۍ سره د ډیر نږدیوالی په فکر کې واوسی.
ـ کله چې د ژوند ملګری د دوی په کورنی ژوند کې مداخله ګرو ورونو اوخویندو یا هم مور او پلار درلودونکی وی.
ـ کله چې واده شوی کسان ډیر لری یا ډیر نږدی له خپلو اصلی کورنیو سره ژوند وکړی.
ـ کله چې میړه او ښځه یا یو یی د خپلې پلرنی کورنۍ سره د مالی، فیزیکی یا عاطفی اړخه تړاوو لری.
ـ کله چې دواړو لوری په مادی لحاظ سره واده وکړی.
ـ کله چې دې واده مراسم پرته له دوستانو تر سره شوی وی.
ـ کله چې یو تن له دواړو خواوو نه د خپل ماشوموالی ژوند نه ډیر ناراضه وی.
ـ بی ثباته کسان د ژوند لپاره مثال ګرځول.
ـ له جنسی اړخه د یوې خوا کمزوروالی.
او یو شمیر نور عوامل چې د میړه او ښځې په منځ کې ځینې وخت د تاو تریخوالی او ستونزو له لامل ګرځی.
د میړه او ښځې په منځ کې ستونزی چې له دې اړخه ټولې کورنی ته ستونزی راولاړیږی د پاملرنې وړ دې، کله داسې هم پیښیږی چی یواځې یو لوری له خپل ژوند نه ډیر ناراضه وی چی دا هم ډیره لویه ستونزه ده باید مقابل جانب هغه ته پام وکړی. د کورنی یا د واده نه وروسته ستونزو د له منځه تلو لپاره باید تر هر څه د مخه دواړه لوری او د دوی کورنۍ مخکې له واده ښه فکر وکړی.
ستونزی په هره کورنۍ کې پیښیږی هیڅ ښځه او میړه له ستونزو او د نظر له اختلاف څخه پرته نه وی خو باید ستونزی راکمې شی. د ستونزو د کمولو لپاره تر ټولو ښه لار بیا هم د دواړو لورو تر منځ توافق دی. که چیری یو لوری له خپلې غوښتنې تیر شی او بل لوری ته په زړه کې بښنه وکړی تر ډیره حده به ستونزی حل شی. کورنی ژوند د خوښیو او د ایمان د بشپړیدو پړاو وی باید دا پړاو هر څوک په ښه توګه تر سره کړی. دواړه لوری باید زغم ولری او یو له بل سره واقعی مینه وکړی، که چیری ستونزی بیخی ډیرې وی نو طلاق هم د خدای له لوری حلال ګڼل شوی، پرځای د دې چې دواړه لوری په تاو تریخوالی او ګناه کې تر پایه ژوند تیر کړی نو ښه ده چې یو له بله شرعی د بیلتون سند ترلاسه کړی. سره له دې چې الله(ج) طلاق ډیر ناخوښه حلال بللی خو د دې پر ځای چې ښځه او میړه ژوند په بیخی حرامو او ګناه کې تیر کړی شرعی بیلتون بهتره دی. زموږ په ټولنه کې لیدل شوی چې میړه څو څو واری ښځه طلاق کړې او له شرعی اړخه د دوی په مینځ کې له دریو ډوله طلاقونو نه یو واقع شوی خو بیا هم دواړه لوری د دود له مخې خپل ګډ ژوند ته دوام ورکوی چې په دې هکله باید مسلمانان کلکه پاملرنه وکړی د طلاق په هکله فقهی معلومات تر لاسه کړی او د شریعت مطابق خپل ژوند عیار کړی په دې کښې به هم د دنیا او هم د آخرت لپاره ګټې نغښتې وی.
له واده نه وروسته ستونزې هم لکه د نورو ستونزو په څیر حل لری خو دلته د دواړو لورو مسأله ترمنځ ده چې او هم د طلاق شرعی مسأله چې ډیر باید زیار وایستل شی د کورنیو شخړو او ستونزو څخه مخنیوی وشی او که چیری واقع هم شی د اولادونو یا د مقابل لوری او هم د ځان لپاره ډیر ژر باید ستونزې اواری شی. یو بل ته تیروتل، بخښنه ، د حسد او کېنې نه لری والی او لنډه دا چې په کورنی ژوندانه کې اسلامی ارشادات په پام کې نیول تر ډیره ځایه ستونزی راکمولی شی.