د برما په نړیواله کچه پېژندل شوې سیاستواله، انګ سان سوچي هغه مهال احساساتي شوه چې د بي بي سي انګلیسي برخې مسلمانې خبریالې، مېشل حسین ترې په دغه هېواد کې د روهنګیا مسلمانانو پر ضد د تاوتریخوالي په باب تکراري پوښتنې وکړې. انګ سان سوچي د ډیموکراسۍ لپاره د برما د ملي لیګ مشري کوي چې ګوند یې په ملي پارلمان کې اکثریت څوکۍ ګټلې دي.
انګ سان سوچي په نړۍ کې په زغم او پر ډیموکراتیکې مبارزې د باور له امله پېژندل کېده؛ خو د بي بي سي د خبریالې د تکراري پوښتنې سربېره هم چمتو نه شوه چې د برما پر مسلمانانو د بودستانو له خوا شوي ظلمونه وغندي. سوچي له مرکې وروسته ویلي و: «هېچا راته نه و ویلي چې یوه مسلمانه به راسره مرکه کوي».
د سوچي د ګوند په مشرۍ د برما په نوې کابینه کې هېڅ مسلمان وزیر نه شته.
کله چې په برما کې د لږه کیو روهنګیا مسلمانانو پر ضد د تاوتریخوالي په اړه ترې پوښتنه وشوه، سوچي وویل: «زه فکر کوم ډېر بودستان هم اړ شوي وو چې هېواد پرېږدي. دا د دیکتاتوري رژیم تر سیوري لاندې زموږ کړاو و».
پر مېرمن سوچي له دې امله نیوکې زیاتې شوې دي چې ولې يې په خپل هېواد کې د بودستانو لخوا پر ۱۴۰ زرو روهنګیا مسلمانانو ظلم محکوم نه کړ.
روهنګیا د برما په لوېدیځ کې مېشت لږه کي مسلمانان دي چې د بودستانو له خوا پرې ظلمونه کېږي. دغه لږه کي بې هېواده وګړي دي. د برما حکومت لا هم نه دی تیار چې دوی ته خپل تابعیت ورکړی.
د انګ سان سوچي د دغه دریځ په باب ویل کېږي، چې ځکه یې پر مسلمانانو د بودستانو د ظلم غندلو ته زړه ښه نه کړ، چې هېوادوال یې په افراطي ډول د مسلمانانو پر ضد دي. ښايي سوچي نه وي غوښتي چې د دغې غندنې لپاره د خلکو ملاتړ له لاسه ورکړي.