افغانستانسلايډ

الفلاح پوهنتون د نجونو لپاره د جلا زده‌کړو سيستم جوړ کړی

د افغانستان ختيځ ولايت ننگرهار کې د الفلاح پوهنتون له لوري نجونو ته د جلا زده‌کړو سيستم رامنځته شوی دی. په دې اړه پرون دغه پوهنتون کې يو کانفرانس جوړ شوی و، چې د ننگرهار علماوو، د بېلا بېلو ادارو مسوولينو او مدني فعالانو په کې گډون کړی و.

د الفلاح پوهنتون رييس خپلو خبرو کې وويل: «د خويندو د برخې تعليم، چې دا څلور کاله يې ورته کار کوو، له دې وروسته به ټولنيزو او کلتوري ستونزو ته په کتو خويندو ته جلا درسي نظام پيل شي او خويندې به خپلې لوړې زده‌ کړې ترسره کړي». نوموړي وويل، په دې برخه کې به ټولې چارې د مېرمنو په لاس کې وي او استاذانې به يې هم ښځينه وي.

د ننگرهار د والي مرستيال محمد حنيف گرديوال د پوهنتون د دغه گام ستاينه وکړه او ويې ويل، دا په علمي ډگر کې ډېره مهمه پرېکړه ده. هغه زياته کړه، کومې کورنۍ چې په دې اړه اندېښمنې وې، له دې وروسته به په ډاډه زړه خپلې لوڼې لوړو زده کړو ته ولېږي.

د ننگرهار د ښځو چارو رييسې انيسه عمراني کانفرانس کې خپلو خبرو کې وويل، کورنۍ د ټولنې اساسي رکن دی، که ښځې لوړې زده کړې وکړي، د کورنۍ بنسټ ورسره پياوړی راځي، ځکه نو زه په ټولو غږ کوم، چې له دې فرصته گټه پورته کړي.

ياده دې وي چې الفلاح پوهنتون په ۲۰۱۱ز کال کې رامنځته شوی او تر دې دمه يې د دوه دورو زر تنه محصلين فارغ کړي دي.

Related Articles

Back to top button