افغانستان

روسيه: غربي هېوادونه افغانستان د روسي وسلو اخيستو نه پرېږدي

مرکزي اسيا او افغانستان لپاره د روسيې د بهرنيو چارو وزارت استازي ضمير کابلوف ويلي، چې امريکا او نور غربي هېوادونه افغان حکومت ته اجازه نه ورکوي، چې د خپل هېواد دفاع لپاره له روسيې وسلې واخلي.

کابلوف د روسيې ټاس خبري اژانس سره په خپله مرکه کې ويلي، افغانان غواړي، چې روسيې سره ښې اړيکې ولري او د ټيکنالوجي په برخه کې د روسيې په مرستو غښتلي شي او دوی تيار دي، چې د ټينکالوجي په برخه کې افغانستان سره هر ډول مرسته وکړي، مگر د دغو اړيکو او مرستو پر وړاندې غربي هېوادونه او په ځانگړې توگه امريکا خنډونه راپورته کوي او اجازه نه ورکوي، چې روسيې سره ښې اړيکې ولري او يا هم وسلې ترې واخلي.

ضمير کابلوف وايي، چې امريکا پر افغانستان د روسي وسلو اخيستو بنديزونه په داسې حال کې لگوي، چې د تېرو څلورو کلونو په ترڅ کې روسيې افغانستان سره د ۶۳ نظامي الوتکو مرسته کړې ده.

دغه روسی ډيپلومات وايي افغانستان کولای شي، چې له روسيې نظامي او فني مرستې ترلاسه کړي او دوی افغانستان کې د خپلو گټو لپاره دا کار نه کوي.

تېره مياشت هم روسيې افغانستان سره د لس زرو کلاشينکوفونو مرسته کړې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button