افغانستان

کندهار: داخلي بريد څلور پوليس وژلي

د کندهار په شاه ولي کوټ ولسوالۍ کې تېره شپه د يوې پوستې پوليسو خپل څلور ملگري وژلي دي. پېښه د کندهار – روزگان پر لويه لاره د شاه ولي کوټ په تغارک سيمه کې رامنځته شوې ده.

د شاوليکوټ يوې باوري سرچينې رسنيو ته وويل، د پوستې قوماندان کورته پر رخصتۍ تللی و او پوسته کې څوارلس پولیس وو. سرچينې زياته کړه، تېره شپه د پوستې څلور پوليس وژل شوي او لس نور يې له ټولې وسلې او مهماتو سره لا درکه دي. د سرچينې په وينا گمان کېږي، دغو لسو پوليسو دې خپل څلور ملگري وژلي وي.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ وياند ضياء دراني د پېښې پخلی کړی خو په وينا يې پوليس د دوی اړوند نه دي.

د روزگان د امنيه قوماندانۍ سرپرست سمونوال محمد اکبر شينواري منلې ده، چې د دوی اړوند د يوې پوستې پوليسو د طالبانو په سلا مشوره خپل څلور ملگري وژلي دي او خپله طالبانو ته ورغلي دي.

نوموړی وايي، طالبانو دغو پوليسو ته د تسليمۍ ويلي و او هغوی ورسره منلې وه، چې وروسته يې څلور پوليس ووژل او درې نور په تېښته بريالي شوي دي.

خپله طالبانو لا تر دې دمه د پېښې په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button