افغانستان

اسیا پراختیايي بانک له افغانستان سره ۱.۲ میلیارد ډالر مرسته کوي

د اسیا پراختیايي بانک د انرژۍ او سوداګرۍ په سکتور کې له افغانستان سره ۱.۲ میلیارده ډالر مرسته اعلان کړه.

دغه بانک د یوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي چې د دغو مرستو څخه ۲۷۵ میلیونه ډالر د ۲۰۱۵ز کال لپاره ځانګړې شوې او پاتې نورې به تر ۲۰۲۵ پورې ورکړي.

دوی وايي دغه پيسې به د راتلونکو لسو کلونو په موده کې د انرژۍ او برېښنا په بېلابېلو برخو کې ولګول شي.

د خبرپاڼې د معلوماتو پر اساس د ۲۰۰۵ څخه تر ۲۰۱۲ پورې د افغانستان انرژۍ ته اړتیا دوه برابره شوې ده او ۸۰ سلنه دغه اړتیا د ګاونډیو هېوادونو څخه پوره کیږي.

د اسیا پراختیايي بانک د انرژۍ په برخه کې تر ټولو ډیره مرسته کوي او دغه بانک په دې برخه کې شاوخوا ۲.۲ میلیارده ډالره مرسته کړې ده.

اوسمهال افغانستان د برېښنا اړتیاوې د ۳۴۰ میګاواټ کورنۍ او ۵۶۰ میګاواټه له ګاونډیو هېوادونو څخه پوره کوي.

د انرژۍ او اوبو مسوولین وايي چې افغانستان زر میګاواټ برېښنا ته اړتیا لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button