افغانستان
سنگين کې د ملي اردو پر کنډک ځانمرگی بريد وشو

د هلمند سنگين ولسوالۍ کې د ملي اردو پر سرتېرو ځانمرگی بريد وشو، چې له امله يې گڼو کسانو ته مرگ ژوبله اوښتې ده.
د ۲۱۵ قول اردو وياند ډگرمن محمد رسول ځاځي رسنيو ته ويلي، چې نن سهار شاوخوا پنځه بجې د ملي اردو پر کنډک سرتېری بريد وشو، چې له امله يو سرتېری وژل شوي او يو بل ټپي دی،
ډگر من ځاځي دا ونه ويل، چې دغه بريد د موټر يا بل څه په واسطه شوی دی.
مگر د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي وايي، چې د نياز محمد په نوم د دوی يو سرتيري د ملي اردو ټانک له چاودېدونکو توکو ډک کړی و او سنگين کې يې د ملي اردو پر کنډ سرتېری بريد وکړ، چې له امله د ملي اردو دېرشو پوځيانو ته مرگ ژوبله اوښتې ده.