حزب التحریر د اجرائيه رئيس د څرګندونو په اړه توند غبرګون ښودلی
حزب التحرير ګوند د يوې اعلاميې خپرولو له لارې د اجرائيه رئيس د پرونيو څرګندونو په اړه توند غبرګون ښودلی دی.
حزب التحریر ته منسوبې فېسبوک پاڼې ليکلي: «اجرائيه رئيس عبد الله عبد الله د وزيرانو شورا په غونډه کې ويلي، چې جزب التحرير د تروریستي ډلو غير نظامي څانګه ده، چې ځوان نسل او خلک تروریستي فعاليتونو ته هڅوي، چې دغه څرګندونې د حزب التحرير له لوري رد دي».
اعلاميې زياته کړې ده: «د حزب التحرير فعاليتونو په داسې حال کې د جان کري رامنځته کړي حکومت ته سرخوږی جوړ کړی او تروریست يې بللی، چې هره ورځ په هېواد کې سلګونه مسلمانان د غربي او سيمه ييزو استخباراتو له لوري په وحشي توګه وژل کېږي، دولت پر دغو جنايتو د چوپتيا سربېره په ډېرو مورادو کې په جرم هم ورګډ وي، خو دغه مسلمان وژنې ته ترهګري نه وايي».
ياد ګوند له اجرائيه رئيسه غوښتي، چې د خپلې دعوې لپاره دې يو کوچنی ثبوت وړاندې کړي.
ډاکټر عبد الله عبد الله تېره ورځ ويلي و، چې حزب التحرير د «ترهګرو ډلو» غير نظامي څانګه ده، افغانستان کې فعاليت لري او ځوانان هڅوي، څو له «ترهګرو ډلو» سره يو ځای شي.
حزب التحرير په ۱۹۵۳ز کال د فلسطيني عالم شيخ تقي الدين په لاس تاسيس شو.
دغه ګوند په نړۍ کې د يوه اسلامي خلافت په راوستو باور لري او هر هېواد ته د دې خلافت د يوه ولايت په سترګه ګوري. یاد ګوند سولهییزه مبارزه کوي او په وسلهوالې مبارزې باور نه لري. د دې ګوند غړي وايي، ګوند يې په ۴۵ هېوادو کې فعال دی، چې افغانستان کې يې د طالبانو د حکومت له ړنګېدو وروسته په ۲۰۰۳ز کال په پټه توګه فعاليت پيل کړ، چې فعاليت يې غيرقانوني بلل کېږي.