افغانستانخبرونه

طالبانو د اسیرانو د تبادلې چمتوولی ښودلی

وسله‌والو طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره څرګنده کړې ده چې له افغان حکومت سره د بندیانو د تبادلې لپاره تیار دي. طالبانو په تازه خبرپاڼه کې لیکلي دي چې د خپلو اسیرانو د خلاصون لپاره «له هرې ممکنه لارې څخه» ګټه پورته کوي.

سره له دې چې د افغان جګړې ښکېلې غاړې له یوه بل سره د جګړې اسیران لري؛ خو تر اوسه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د تبادلې بېلګې ډېرې د پام وړ نه دي. افغان حکومت او طالبانو په ۲۰۰۷م کال کې یو ایټالوی ژورنالیست، ډانیل ماسټروجیاکومو د طالب مشر، استاد یاسر پر سر تبادله کړ.

طالبانو د ۲۰۱۴ م کال په جولای کې د امریکايي اسیر، بو برګډال پر سر هم وکولی شول چې له ګوانتانامو زندانه خپل پنځه تنه لوړپوړي اسیران ازاد کړي. یاده تبادله د طالبانو او امریکا ترمنځ د لوړې کچې تبادله ګڼل کېږي. دغې تبادلې د ولسمشر اوباما پر حکومت د اپوزیسیون له لورې ډېرې نیوکې راوپارولې.

طالبانو په خپله خبرپاڼه کې لیکلي: «د اسلامي امارت مسوولینو له یو شمېر نړیوالو بې پرې ادارو سره د تبادلې په اړه مقدماتي او توضیحي خبرې کړي او د اصولو په چوکاټ کې يې تبادلې ته له خپل چمتووالي څخه خبر کړي دي».

طالبان ډاډ ورکوي چې چمتو دي له افغان حکومت سره د اسیرانو پر سر تبادله وکړي: «د دغې اعلامیې له لارې یو ځل بیا غواړو ښکاره کړو چې اسلامي امارت د خپلو اصولو په چوکاټ کې له دښمن سره د خپلو اسیرانو پر تبادله باور لري او د دغه بهیر د پيلولو لپاره بشپړ چمتووالی لري».

افغان حکومت تر دې دمه په دې تړاو غبرګون نه دی ښودلی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button