
ولسمشر غني د کندز له مشرانو او استازو سره خبرو کې څرگنده کړې ده، چې د کندز د ستونزې اوارول يې په لومړيتوبونو کې دي او ټاکل شوې ده، چې نوي مليون ډالر د دې ولايت پر پرمختگ ولگول شي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ مطبوعاتي دفتر ويلي، چې ولسمشر د کندز له استازو او مشرانو سره دغه غونډه تېر ماښام په ارگ کې وکړه.
د کندز چارواکو او مشرانو دې ولايت کې د وروستيو جگړو له امله د رامنځته شوې گډوډيو او بې کوريو په اړه خبرې وکړې. تر دې وړاندې گڼو فعالانو افغان حکومت تورن کړی و، چې د کندز په اړه بې غوري کوي. وروستۍ جگړې له دېرشو زرو ډېر کندزيان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړل چې اوسمهال بېړنيو مرستو ته اړ دي.
له ولسمشر سره ليدونکو مشرانو له حکومته وغوښتل چې په راتلونکې کې کندز کې د دا ډول پېښې مخه ونيسي. ولسمشر څو مياشتې وړاندې هم د کندز خلکو ته ډاډ ورکړی و، چې کندز به د بيا لپاره سقوط ونه کړي، خو طالبان تېره اوونۍ وتوانېدل دغه ښار يو ځل بيا ونيسي.
ولسمشر غني دغو خلکو ته وويل، چې کندز د ملي يووالي حکومت د مشرانو په لومړيتوبونو کې دی او امنيتي ځواکونه هڅې کوي چې د ښار شاوخوا سيمې د دښمن له شتونه پاکې کړي.
هغه زياته کړه، چې د دې ولايت د پرمختگ لپاره يې نوي مليون ډالر ځانگړي کړي دي، چې پينځه اويا مليون افغانۍ به پر بې کوره شويو خلکو خرڅ کړي.