کابل کې نن د (g7+) غونډه ده. (g7+) په ۲۰۱۰ز کې د اوو هيوادونو له لوري رامنځته شوه، چې اوسمهال يې د غړو هيوادونو شمېر شلو ته رسېږي. دغه غونډه کې د جگړه ځپلو او بحران سره مخ هيوادونو وزيران راټولېږي.
په دغه دوه ورځينۍ غونډه کې پر سياسي، امنيتي او اقتصادي مسئلو بحث کېږي. دا لومړی ځل دی چې کابل کې د (g7+) غونډه جوړېږي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت کابل کې د دې غونډې د ترسره کېدو پخلی کړی دی او زياته کړې يې ده، چې غونډه کې به د (g7+) هيوادونو وزيران د نړۍ د شلو جگړه ځپليو هيوادونو پر حالاتو بحث وکړي. وزارت زياته کړې ده، د غونډې گډونوال به د تېر کال لاسته راوړنې او اوسنۍ ننگونې سره شريکې کړي.
غونډه کې د گډونوالو هيوادونو وزيرانو سربېره د مرسته کوونکو هيوادونو استازو، د مدني ټولنو فعالانو او د کړکېچونو د اوارولو شبکو غړو گډون کړی دی.