مزار شريف کې نن د دهقان د ورځې په مناسبت د خوښيو پر مهال د ولسمشر د لومړي مرستيال جنرال دوستم او د مزار د پخواني والي عطا محمد نور د پلويانو تر منځ اخ و ډب رامنځته شوی دی.
د دواړو لوريو تر منځ شخړه هغه مهال پيل شوه، چې د جنرال دوستم د پلويانو په وينا د عطا محمد نور پلويانو د ښار په بېلا بېلو سيمو کې د جنرال دوستم را ځړېدلي عکسونه څيرې او راوغورځول. له دې وروسته د جنرال دوستم پلويانو هم د عطا محمد نور عکسونه وشکول، چې له امله يې اخ و ډب رامنځته شو.
د حزب جنبش ملي غړيو ويلي دي، د جنرال دوستم عکسونه د يو شمېر «ناپوهو» ځوانانو له لوري راکښته شوي دي، چې له رېنجر موټرو يې گټه اخيستې ده.
له سيمې څخه راپورونه وايي، چې اوسمهال له نورو ولايتونو د جنرال دوستم پلوي کسان مزار شريف ته د ننوتو هڅه کوي خو د عطا محمد نور کسان يې مخه نيسي.
په دې اخ و ډب کې تر دې دمه د وسله والې جگړې خبر نه دی ورکړل شوی، خو د مزار امنيتي چارواکي وايي، که د حکومت لوړپوړي مشران مداخله ونه کړي، ستره فاجعه به رامنځته شي.
د عطا محمد نور پر فېسبوک پاڼه بويل شوي، چې «د جنرال دوستم د انځورونو لرې کول يا شکول د کوڅه ډبو خلکو او هغو کسانو کار دی، چې غواړي امنيت خراب کړي، خو موږ به هيڅکله چا ته اجازه ورنه کړو، چې د عکسونو د لرې کولو په پلمه زموږ د ښار امنيت خراب کړي او موږ يا زموږ خلکو ته ښکنځلې وکړي». ښاغلي نور گواښ کړی که دغه ډول مسايلو ته لازمه پاملرنه ونه شي، دوی به په غبرگون لاس پورې کړي.