خبرونهسلايډ

د شولگرې امنیه قومندان د مین په چاودنې کې وژل شوی

د بلخ ولایت د شولگرې ولسوالۍ امنیه قومندان بسم الله خان د سړک د غاړی په مین چاودنې کې وژل شوی دی. د شولگرې د امنیې قومندان ویاند شیرجان درانی وايي چې پېښه سهار مهال نهه بجې شوې ده.

ویاند زیاته کړه چې بسم الله خان له خپل کور څخه د دفتر په لوري روان وو چې د سړک د غاړې د مین چاودنې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.

ویاند همداراز زیاته کړه چې د چاودنې له امله یوازې بسم الله خان ته مرگ اووښتې او نوره کومه مرگ ژوبله نه لري.

په دې وروستیو کې د بلخ ولایت امنیت حالت له ننگونو سره مخ ده. په تېره میاشت کې د عطا نور او جنرال دوستم د ملاتړو تر منځ څو وارې نښتې شوي دي.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button