شعر

زړه تنګي / عبدالهادی هادی

غواړم له ژوند سره یو کار وکړمه
نور به نه ښکار شم نه به ښکار وکړمه
وایه چې څه وړ ریاضت وکوم؟
چې دې شکي زړګي ته لار وکړمه
لکه د مار مې په زړه نیښ راکوي
پرکوم جانان چې اعتبار وکړمه
د ښکلو مینې نه توبه وباسم
خو دا ګناه تکرار تکرار وکړمه
لاخو ځواني ده لیونتوب دی شیخه!
څنګه له څښلو نه انکار وکړمه؟
لکه ماشوم مې دا عادت پاتې دی
خپله ګناه ، خپله اقرار وکړمه
هادي دا ژوند مې دومره تنګ کړي کله
وایم په خپل تندي ګذار وکړمه

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button