افغانستان
کندهار کې پر ماين پاکانو بريد مرگ ژوبله اړولې
د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې د ماين پاکۍ موسسې پر کارکوونکو د وسله والو په بريد کې لږ تر لږه دوه تنه وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک د پېښې پخلی کړی دی او زیاته کړې يې ده، چې د «سټرلينک» په نامه د ماین پاکۍ موسسې دوه تنه کار کوونکي هغه مهال ووژل شول، چې د ميوند ولسوالۍ په عزيز الله کمپ سيمه کې د يوه بم په ويستلو بوخت وي او د طالبانو تر بريد لاندې راغلل.
ويل کېږي له بريد وروسته د طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځه نښته هم شوې ده.
طالبانو لا تر دې دمه د پېښې په اړه څه نه دي ويلي.