عموما زموږ د ټولنې اوسېدونکي په دې روږدي دي چې شپې له خوب څخه مخکې له خپلې مېرمنې سره سکس یا کوروالی کوي. انساني ژوند د خپلو طبیعي اړتیاوو لپاره خپل ځانگړی وخت لري. د بېلگې په ډول موږ هغه وخت خواړه کوو چې د لوږې احساس وکړو یا موږ په طبیعي ډول سهارنۍ او غرمنۍ کې غوړ خواړه خورو خو دشپې له لوري بیا هغو غذاگانو ته ډېر ارزښت ورکوو چې د غوړو کچه په کې لږه وي.
دېته ورته لکه څنگه مو چې خپل خوراک برابر کړی همداسې باید له خپلو مېرمنو سره د کوروالي لپاره مناسب وخت ولرو. د جنسي اړیکو د پوهانو له نظره د سکس یا کوروالي لپاره تر ټولو غوره وخت سهار دی. دوی د خپلې دعوې لپاره لاندې دلایل وړاندې کړي دي:
- تاسو د ارامۍ احساس کوئ
سهار مهال انساني بدن د جنسي ارگانیزم په اووج کې وي. په دې وخت کې د انسان د وجود انرژي اوج ته رسېدلې وي، دا مهال کار کول هم انسان ته ډېره ارامي بښي. که چېرې تاسو په دې مهال کې کوروالی وکړئ نو تاسو به د ارامۍ احساس کوئ؛
- صحت مو روغ ساتي
دې وخت کې کوروالی ستاسو د بدن دفاعي قوت قوي کوي. ستاسو وجود په اسانۍ سره نه ناروغی کېږي. په دې وخت کې کوروالی ستاسو د وجود ایمونوگلوبین قوي کوي چې دا په خپل ځای ستاسو د بدن په دفاع کې رغنده رول لوبوي؛
- ستاسو بدن تازه کوي
په دې وخت کې د انسان د وینې فشار او عصاب ارام وي نو کوروالی په ارامۍ او په پوره هیښتوب سره کېږي چې له دې سره د انسان بدن د تازهگۍ احساس کوي؛
- سهار مهال نارینه د شهوت په اوج کې وي
سهار د ۴ او ۶ بجو پر مهال د نارینهوو شهوت په اوج کې وي ځکه دې وخت کې د نارینهوو تستوتسرون هورمون په اوج کې وي؛
- سهار مهال غسل انسان اراموي
د سهار مهال غسل انسان ته د ارامۍ حس ورکوي.