افغانستانسلايډ

هلمند کې طالبانو د يوې پوستې قوماندان او پوليس وژلي

د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو تېره شپه پر يوه پوسته بريد کړی دی. د نادعلي امنيه قوماندان سمونمل عمر جان حقمل رسنيو ته ويلي، چې وسله والو د دې ولسوالۍ د ناقل اباد سيمې پر يوه پوسته بريد کړی دی. نوموړي ويلي، بريد کې دواړو لوريو ته مرگ ژوبله اوښتې ده خو کره شمېره يې نه ده معلومه.

خو د هلمند يوې بلې امنيتي سرچينې پژواک سره خبرو کې ويلي، چې د يادې سيمې پر پوستې د طالبانو بريد کې د پوستې قوماندان ظاهر خان او درې نور پوليس وژل شوي دي. سرچينې زياته کړې ده، چې جگړې تر سهاره دوام درلود.

د سيمې خلک وايي، د طالبانو برید کې د پوستې دوه رېنجر موټر هم سوځېدلي دي.

طالب وياند قاري يوسف احمدي د نادعلي، لښکرگاه او کوفکې سيمو کې د نښتو خبر ورکړی او زياته کړې يې ده، چې گڼ شمېر امنيتي سرتېرو ته يې مرگ ژوبله اړولې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button