ټرامپ: که ولسمشر شوم امريکايي سفارت قدس ته نقلوم
په امريکا کې ولسمشرۍ ته مخکښ نوماند ډونالډ ټرامپ ويلي دي چې که چېرته د امريکا ولسمشر شي، د ملګرو ملتونو له لورې به پر اسراييلو د پرېکړو پلي کولو پر وړاندې ودرېږي. هغه دغه راز ويلي دي چې په اسراييلو کې به امريکايي سفارت له تل ابيب څخه قدس ښار ته انتقال کړي.
ټرامپ دغه څرګندونې د مارچ په ۲۱مه نېټه د امريکا او اسراييلو د اړيکو کمېسيون، ايپاک په کلنۍ غونډه کې وکړې. هغه دغه راز وويلې چې د فلسطينيانو او اسراييلو تر منځ په خبرو اترو کې به امريکا د خپل ايتلافي، اسراييل خوا نيسي.
د ولسمشرۍ نوماند ټرامپ وويل چې کله چې فلسطينيانو د مذاکراتو مېز ته راځي، بايد په دې وپوهېږي چې د امريکا او اسراييلو اړيکې نه شلېدونکې دي. ټرامپ زياته کړې، چې فلسطينيان بايد د اسراييلو پر وړاندې ترورېزم چې په ورځني شکل يې ترسره کوي، ودروي او دوی بايد ومني چې اسراييل يو يهودي دولت دی او تر ابده به وي.
هغه دغه راز د ملګرو ملتونو د سولې پروسه کې شکونه ښکاره کړل او ويې ويل چې هره پروسه چې د اسراييلو د غوښتنې پر وړاندې وي، په سيمه کې به تراژيدي رامنځ ته کوي.
ټرامپ په خپلو څرګندونو کې يوې ډېرې مهمې نقطې ته اشاره وکړه. هغه وويل چې که چېرته د امريکا ولسمشر شي، په اسراييلو ک امريکايي سفارت به له تل ابیب نه قدس ښار ته نقلوي. د يادونې وړ ده چې قدس ښار اسراييلو په ۱۹۶۷م کال کې اشغال کړی او د نړيوال قانون له نظره دغه نيول غير قانوني دي. اسراييل دغه راز غواړي قدس ښار خپل پلازمېنه کړي، خو ډېری هېوادونه ورسره مخالف دي. ټرامپ د دغې څرګندونې له لارې له ياد پلان سره خپل موافقت ښکاره کړ.
د خپلو خبرو په پای کې ټرامپ وويل چې داسې څوک نه شته چې تر ده د اسراييلو ډېر ملاتړ وکړي.