سلايډسيمه او نړۍ

شمالي کوریا د اتومي یرغل تابیا نیولو غږ کړی

د نړېوالو له خوا په شمالي کوريا د اقتصادي بنديزونو له لگېدو وروسته نن د شمالي کوريا ځوان ولسمشر کيم جنگ ون په خپل پوځ ايټمي یرغل ته د تابيا نيولو غږ کړی.
د شمالي کوريا رسمي رسنۍ (KCNA) راپور ورکړی، چې ولسمشر کيم دغه څرگندونې وروسته له هغې خبريالانو ته وکړې، چې نړېوالو د دوی پر ضد د اقتصادي بنديز هوکړه ليک لاسليک کړ.
کيم په خپلو خبرو کې زياته کړه، شمالي کوريا به په هره سخته تنگه کې خپل هستوي او جوهري پروگرام پر مخ بيايي، تر څو وکولای شي خپل دښمنان په نښه او له منځه يوسي.
نوموړي خپلو دښمنانو ته په اشارې سره امريکا، جاپان او جنوبي کوريا ته گوته ونيوه او زياته يې کړه، چې د دوی جوهري پروگرام د سيمې امنيت له گواښ سره نه مخامخ کوي، بلکې سيمه د امريکا له زور زياتي څخه په امن کې کوي.
له دې مخکې هم شمالي کوريا امريکا او متحدينو ته یې د اتومي یرغل گواښ کړی وو. د تېر کال په لومړيو کې، چې کله د امريکا، جاپان او استرليا په شمول د ناټو ځينې غړو هېوادونو د شمالي کوريا جزيرې په څېرمه پوځي تمرينونه پېل کړل.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button