سلايډسيمه او نړۍ

ترکيه موصل کې د داعش پر ضد بمبارۍ کې برخه اخلي

د ترکیې لومړي وزير یلدريم بن علي د اکتوبر په ۱۸ نېټه وویل، چې د ترکيې هوایی ځواکونو د موصل ښار د ازادۍ په عملیاتو کې د داعش تروريستي ډلګۍ پر خلاف ګډون کړی.

ښاغلي یلدريم د ترکيې پارلمان واکمن ګوند غونډه کې وویل: « زموږ هوايي ځواکونه د نړیوال ایتلافي ځواکونو تر چتر لاندې په یادو عملیاتو کې ونډه اخيستې. دا د هغه چا لپاره ځواب دی چې د موصل په عملياتو کې د ترکيې ځای نه ويني».

پدې سره هغه څرګندونې اصلاح شوې، چې له یلدریم له خولې يې نقل کړي و چې ګواکې د موصل د ازادۍ په جګړه کې له ترکي جنګي الوتکو څخه ګټه نه ده پورته شوې بلکه په مناسب وخت کې به يې یادې جګړې ته واستوي.

د ان ټی وي تلویزون په وېبپاڼه له مخې، یلدريم خبریالانو ته په خپلو څرګندونو کې ويلي، چې د ترکيې او نړيوال ايتلاف ترمنځ یو تړون شته چې له مخې به يې ترکیا په یادو عملياتو کې شرکت کوي. دغه خبره د یلدریم دفتر هم تاييد کړه.

د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردګان د موصل په عملياتو کې په ګډون اصرار سربېره « د عراق په شمال کې د ترهګرو د لارو مخه نېول» د خپل هېواد له مسوولیتونو ګڼي.

د ولسمشريزې ماڼۍ په یوه غونډه کې چې د نوي تعلیمي کال په مناسبت جوړه شوې وه، ښاغلې اردوغان په خپلو خبرو کې وویل چې، ترکیې د موصل زرګونه بچي روزلي او « دوی يې په ازادلو کې تر ټولو بهتره دي». دده اشاره هغه بهرني قوتونه ته وه چې  د موصل بچيو پر ځای دوی يې د برخليک ټاکلو هڅه کوي.

ښاغلي اردوغان په یادو عملیاتو کې د حشد شعبي جنګيالیو شرکت رد کړ او و يې ویل چې د یاد ګوند ۳۰ زره جنګیالي چمتو دي چې موصل ته ننوځي « موصل ته د دغه ملېشو ننوتل به د مذهبي جګړې لامل شي، ځکه د دې ښار ډېر اوسېدونکې سنیان دي. موږ دغو ملېشو سره خبرې اترې ردوو».

له بلې خوا، د «مليت» ورځپاڼې د اکتوبر په ۱۸ خبر ورکړ چې، ترکيه د عراق د سرحدي سېمې په ۱۰ کيلو مېترۍ کې ژور امنيتی ډال جوړولو پلان لري. انقرې واشنګټن له ياد پلان څخه خبر کړی دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ (UNHCR) خبرداری ورکړی چې په ۱۷ اکتوبر د داعش خلاف عملیاتو پیل سره به سل زره نور کډوال خپلو ځايونو پرېښودلو ته اړ شي او د ترکيې او سوريې هېوادونو ته به مخه کړي.

ورځپاڼه په انقره کې د ځېنو سرچېنو له خولې ليکي چې، انقره پلان لري چې دغه عراقي کډوال به په هغه یاده سرحدي سېمه کې ځای پر ځای کوي. ورځپاڼې یادونه کړې چې د ترکیې حکومت هڅه کوي څو د پارلمان څخه په سوریه او عراق کې د نظامي عملياتو اجازه واخلي.

د«مليت» ورځپاڼه ادعا کوي چې، د ترکيې د بهرنېو چارو وزارت د هیئت او د بغداد فدرالي حکومت د خبرو سربېره د ترکيې فوځ  نور نظامي ساز و سامان عراق ته وړی او ترکيه هېڅکله د عراق په شمال کې د عشيقه بېس  چېرې چې کردانو ته روزل ورکول کېږي، لاس نه خلي.

د یادونې وړ ده، چې عراقي چارواکو څو وارې  له یاد بېس څخه د ترکي ځواکونو د وتلو غوښتنه کړې خو انقره د داعش شتون له امله خپل وجود ته مشروعیت ورکوي.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button